د ماليې وزیر اکلیل حکیمي تېره ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، ترکمنستان ته د افغانستان حکومتي پلاوي سفر له لاس ته ډک وباله.
نوموړي وویل، چې په دې سفر کې یې د ترکمنستان هېواد له چارواکو سره پر ۱۱ مهمو اقتصادي مسایلو هوکړې کړې دي.
دغه پلاوی دوه ورځې مخکې دغه هېواد ته لاړ او هلته یې د اقتصادي ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې څو مهم هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د ماليې وزیر وویل، چې په دغه سفر کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا لېږد، د لاجوردو دهلیز جوړول، هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږدولو د چارو پیلول (ټاپي) او افغانستان ته د ترکمنستان د اوسپنې کرښې غځول باندې بحثونه شوي دي.
د حکیمي په خبره، د دغو پروژو په پيلېدلو سره به زرګونه ځوانانو ته کاري زمینې برابرې شي او زیاته یې کړه، چې یوه نیمه میاشت وروسته به کابل د ترکمنستان په عشق اباد کې ګډه خبري غونډه وکړي.
د کانونو او پطرولیم وزیر داود شاه صبا هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
نوموړي وویل، چې د ټاپي نل لیکې عملي کار پیل به د ترکمنستان هېواد د بې پري والي ۲۰ کلیزې د نمانځې سره سم د روان کال په وروستۍ میاشت کې پیل شي.
د صبا په خبره، ټاپي یوه له هغو پروژو څخه دی، چې له کلونو راهیسې یې د سیمې هېوادونو وګړي د عملي پیل په هیله دي.
ټاپي پروژه په ۲۰۱۰ زېږدیز کال د ترکمنستان په عشق اباد کې د افغانستان، هندونستان، پاکستان او کوربه هېواد سره دغو هېوادونو ته د ګازو نل لیکې د کیندنې په موخه لاسلیک شوه، چې دغه نل لیکه به له ترکمنستان پیل او په هند پای ته ورسېږي.
د دې پروژې په پلې کېدلو سره به هر کال ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز پاکستان او هند ته صادر شي، چې د افغانستان کلنۍ ونډه به ۱۴ میلیونه متر مکعب ګاز وي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د ترکمنستان ولسمشر قربان علي بردي محمدوف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د پیسو مینځلو، ترهګرۍ، انرژۍ، لوبو او په علمي برخه کې د مرستو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي وو.





