چارواکي : روزګان کې ۴۲ پولیس د جګړې پر مهال نادرکه شوي

په ولسي جرګه کې  دروزګان د خلکواستازي عبدالله بارکزی سلام وطندار ته دټېلفون په لیکه وویل، چي د دې ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د جګړې له پېله تراوسه ۴۲ تنه پولیس نادرکه شوي او تردې مهاله یې هیڅ ډول معلومات له چا سره نشته.

نوموړي زياته کړې، چې د شاوخوا ۱۰ ورځو جګړو راهیسې تر دامهاله ۲۰ پوستې هم د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلي دي.

هغه يې د پوستو له بېلګې یو د دهراوت ولسوالۍ پورې اړوند پوسته بولي، چې په وينا يې وسله والو طالبانو ته د پولیسو له رنجرو سره يوځای يې سقوط کړی.

د خاص ارزګان ولسوالۍ ولسوال عبدالکریم کرمي سلام وطندار ته وویل، چې له تېرولسو ورځو را په دیخوا ۷ امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي.

د دهراوت ولسوالۍ امنيه قومندان نورزی بیا وایي، چې دوی د اکمالاتو د نه کېدو له وجې له ۱۴ پوستو څخه خپل پرسونل ایستلي دي اوپستې یې پرایښي دي.

نورزي وایی چي پولیسوته کوم زیان نه دي رسیدلي، خو ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

اخوا بیا د ارزګان ولایت د مقام نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې له تېرو څلورو ورځو را په ديخوا د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او مرکز کې ۱۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۴۶ تنه نور ژوبل دي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې جګړه کې اوه تنه پولیس هم وژل شوي.

د روزګان پر نورو امنيتي پوستو د طالبانو ډله ییز بريدونه

تازه رارسيدلي راپورونه وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د روزګان مرکز ترینکوټ او د دې ولایت په خاص ارزګان، شهید حساس ولسواليو اوځېنو نورو سیمو کې د وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه بوخت دي.

د خاص روزګان ولسوال عبدالکریم کریم سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالۍ په سنګر سیمه کې ۷ امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي او د دې نښته کې ۱۴ سربازان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د ده په خبره د دې امنيتي پوستو قومندان هغه مهال چې ټول همکاران یې ووژل شول ځان وژنه یې وکړه.

په ورته وخت کې د شهید حساس ولسوال نن سهار د سړک غاړې په یو ماین وبرابر شو او و ژول شو.

دغه ولسوال پرون ورځ سلام وطندار ته په خبرو کې ویلي و، چې له هلمند ولایت سره په ګډه پوله کې ۶ امنیتي پوستې د کافي امنیتي ځواکونو د نشتوالي له امله پرېښې دي.

د روزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب سلام وطندار ته وویل چې وسله والو طالبانو د چغک او بلوچي سیمو کې پر امنیتي پوستو حمله کړې ده، او تر دې مهال په دې نښته کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي دي، د روزګان ولایت په مرکزي ولسوالیو کې دولتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

له پنځو ورځو راهیسې په جنوبي سیمو کې په ځانګړې توګه د ارزګان په ولایت کې سخته جګړه روانه ده.

په جګړه کې د دولت امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو له دواړو لورو رسنیو ته د درنو تلفاتو د اړولو خبره کیږي.

دا چاره  د دې ښکارندويي کوي چې هیڅ لوري هم کره شمیر نه ده په ګوته کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام