کومانډویانو د طالبانو له بنده ۳۳ بندیان خوشې کړي

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې یاد بندیان د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې را خوشې شوي دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په راخوشې شویو کسانو کې ۲۹ د ملي اردو سرتېري، ۳ پولیس او یو هم ملکي کس شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې ځانګړیو ځواکونو پرون هم د زابل ولایت په نوبهار ولسوالي کې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال ۱۲ نظاميان او ۱۶ ملکیان د طالبانو له بنده را خوشې کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام