هند ته د اوباما سفر د هند او پاکستان اړیکي لا ترینګلې کوي

هند ته د اوباما سفر د هند او پاکستان اړیکي لا ترینګلې کوي

 

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د روانې زېږېدېزې میاشتې په(۲۶مه) هندوستان ته سفر وکړ.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هندوستان له لومړي وزیر نریندر مودي سره د هندوستان پر پیاوړتیا، تعلیمي پرمختګ او نورو اړخونو خبرې وکړي او ويې ویل چې په هند کې به څلور میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

همدا ډول امریکا او هندوستان د اټومي همکارۍ پر سر موافقه وکړه.

پاکستاني چارواکي وايي چې د امریکا او هند ترمنځ د اټومي معاهدې اړوند څرګندونې د جنوبي اسیا وضعیت اغېزمن کولای شي.

 د پاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د هند او امریکا تر منخ اټومي معاهده به د جنوبي اسیا توازن بې اغېزې پرې نه ږدي.

سرتاج عزیز په هند کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د څرګندونو په ځواب کې وویل، چې پاکستان د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب حق لري.

 نوموړي زیاته کړې، چې دوی له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او له امریکا د جنوبي اسیا په ستراتيژيکه برخه کې د تعميري رول تمه لري.

ځینې سیاسي کارپوهان پر دې اند دي، چې چین له پاکستاني چارواکو سره په نږدې کېدو، امریکا غواړي له هند سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.

 د دوی په نظر له هندي چارواکو سره د امریکا غښتلې اړیکې به په سیمه کې بې اغېزې نه وي او ښايي په افغان سوله هم ژورې اغېزې وکړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی جمال الدین بدر وايي، امریکا ځکه له هند سره د اړیکو جوړولو لپاره مټې را بډ وهلې، چې پاکستان د امریکا د ګټو لپاره نور هغه رول نه شوای لوبولی، چې د روسانو  پروړاندې یې د افغان جګړې په وخت لوبولی و.

بدر سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې پر دې سربېره ځینې نور علتونه هم شته، چې امریکا د پاکستان په پرتله هندوستان ته ارزښت ورکړ، هغه وايي: « هندوستان د غرب لپاره یو ښه بازار او یوه لویه منبع ده، هغه هېواد چې زر ملیونه نفوس لري له یو سل اویا میلیونه نفوس لرونکي هېواد سره د پرتلې وړ نه دی. پر دې سربېره غرب له چین سره په سیالۍ کې دی، چې هېواد د چين په لاره کې نسبي خنډ کېدای شي. »

جمال الدین بدر زیاتوي، چې هند ته د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ورستی سفر د پاکستان له پاره د خطر زنګ دی.

 بدر وايي: « هندوستان ته د اوباما سفر د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی، چې پاکستان باید یو بدیل پیدا کړي او یاهم  خپلو کړنو ته پام وکړي.»

د نړیوالو اړیکو شناند جمال الدین بدر د ورستيو بدلونونو  په اړه په دې نظر دی، چې دا نه یواځې د هند او پاکستان په اقتصادي اړیکو اغېز لري، بلکې په سیمه کې په امینتي وضعیت هم بې اغېزې نشي پاتې کېدای.

نوموړی وايي چې د روسانو له وتلو وروسته د پاکستان په اړه د امریکا پالیسې یو ۱۸۰ درجې بدلون وکړ، ځکه چې نور پاکستان هغه رول نشوای لوبولای، لکه د افغان – روس په جګړه کې يې چې د امریکا د ګټو لپاره ولوباوه.

هند ته د امریکا دولسمشر په ورستي سفر کې چې د جنورۍ په ۲۵ مه پېل شوی و دیو لړ همکاريو معاهدې هم لا سلیک کړي او اوباما په ښکاره دملګرو ملتونو دامنیت شورا کې دهندوستان د دایمي غړیتوب دمرستې اعلان وکړ او هندوستان یې په سیمه کې دخپل باوري ملګري په توګه یاد کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام