د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ په حوز او غنان سيمو کې ۱۰۰ کورونه د برف کوچونو لاندې ګېر پاتې دي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور وايي، چې د دغو واورو ښوېدنو د تلفاتو په اړه جزيات په واک کې نه لري.
دی وايي، چې حکومت تر ګواښ لاندې سيمو لپاره عاجل اقدامات کړي، څو د واورو لاندې شوي کورنۍ له مرګ څخه وژغوري.
ورسیج هغه ولسوالۍ ده، چې د افغانستان د تخار ولایت له مرکز تالقان څخه ۱۰۰ کيلو مټره لرې پرته ده او اوسمهال د وارو ورېدو له امله يې لارې هم بندې شوې دي.
د والي وياند وايي، چې د عاجلو مرستو په موخه له مرکز څخه د الوتکو غوښتونکي هم شوي.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې هم افغان ولسمشر اشرف غني ګواښ کړی و، چې د پنجشير ناورين په شان ورته پېښې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تکراريدونکي دي او دغه مسله افغان حکومت سخت اندېښمن کړی دی.





