له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو لاس په لاس شوې چې څو نارینه د تخار ولایت چاهاب ولسوالۍ په روباط همدین کلي کې یوه ۲۲ کلنه مېرمن په عام محضر کې وهي او ډبوي.
د دې ویډیو له خپرېدو وروسته د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کارونکیو دغه صحرايي محکمه وغندله او دا کار يې د حکومت لهپاره شرموونکې پېښه بللې ده.
د ښځو چارو وزارت پالیسۍ او مسلکي معینې سپوږمۍ وردګ نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال له مسوولو بنسټونو وغوښتل چې د دې صحرايي محکمې عاملان ونیسي او سزا ورکړي.
ویل کېږي چې دا صحرايي محکمه د حکومت تر ولکې لاندې سیمه کې شوېده.
د تخار د والي ویاند سنت تیمور وايي چې د دغه ولایت پولیسو د دې مېرمنې خسر، ماما او ورور د دې مسلې په تړاو نیولي دي.
د تخار د والي ویاند په وینا، هغه مېرمن چې پهدې صحرايي محکمه کې وهل او ډبول شوې؛ دمګړۍ له پولیسو سره ده.
په ورته وخت د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو رییس فضلالکریم وايي چې هېڅوک حق نهلري؛ پهخپل سر پر نورو د شریعت حد او حدود پلي کړي.
دی وايي، صحرايي محکمې هم له شرعي او هم له وضعي قوانینو سره په ټکر کې دي. ښاغلي فضلالکریم د حج او اوقافو وزارت او ټولو عالمانو له پتې دغه پېښه وغندله او زیاته یې کړه چې هېڅوک حق نهلري چې پهخپل سر د الله ج حدود جاري کړي.
شاوخوا دوه کاله وړاندې ولسمشر د المان دویچویله ټلوېزیون سره په خبرو اترو کې ویلي وو چې په غور کې له یوې جلۍ سره زور ـ زیاتی صحرايي محکمه ده او حکومت ته د شرم وړ ده. افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د څوو صحرايي محکمو شاهد و.
د ښځو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په روان لمریز کال کې دغه وزارت له ښځو سره د تاوتریخوالي ۹۱ د وژنې، ۶ د جنسي تېري او ۸ د ناموسي وژنو پېښې ثبت کړېدي.





