د لوګر محمداغې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي او عام خلک وایي، تیره شپه د (جولای په ۳۰مه) د دغې ولسوالۍ په محمداغې کلي کې دوو مینانو ځان وژنه کړې ده.
د محمداغې د کلي یو اوسېدونکي مصطفی سلام وطندار ته وویل، چې تېره ورځ مازدیګر مهال د دوی په کلي کې د ملي اردو ۲۰ کلن سرتېری چې روح الله نومېد او په بډنګي مشهور و، له نجلۍ سره یو ځای په زهرجنو درملو ځانونه ووژل.
مصطفی زیاتوي، دوی دواړو هغه وخت ځان ووژلو، چې د نجلۍ کورنۍ د هلک د کورنۍ د خپلوۍ رشته رده کړه.
ویل کېږي، چې دوی دواړو له یو بل سره له ۴ کالو راهیسې مینه درلوده او بلاخره دواړو د زهرجنو ګولیو په خوړلو سره ځانونه ووژل.
د محمداغي د کلي یو بل اوسېدونکي سید داود سلام وطندار ته وویل، څو- څو ځلې دغه ځوان خپلې کورنۍ ته ګواښ کړی و، که دغه نجلۍ ورته ونه کړي؛ نو ځان وژنه به وکړي.
د ده پر وینا، د هلک او نجلۍ کورنۍ د نه راضي کېدلو له امله تېره ورځ لومړی هلک د موږه کانو ګولیو په خوړلو ځان وژنه وکړه او بیا نجلۍ د هغه د مرګ له خبرېدلو سره سم تېزاب وخوړل او روغتون ته له رسېدلو مخکې مړه شول.
زموږ له پرلپسې اړیکو سره – سره بیا هم د نجلۍ او هلک کورنۍ له خبرو کولو ډډه وکړه، خو د هلک جسد تېر مازدیګر او د نجلۍ هغه نن سهار ۹ بجې خاورو ته وسپارل شول.
د لوګر د ښځو چارو ریسې شیماه زرګر سلام وطندار سره په خبرو کې ومنله، چې پېښه په محمداغې ولسوالۍ کې شوې ده، خوزیاته یې کړه چې بشپړ معلومات به له پلټنو وروسته له رسنیو سره یې شریک کړي.
بل خوا د محمداغې ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن مطیع الله صادق سلام وطندار ته د پېښې پخلی وکړ او ویې ویل، چې دا دواړه پېښې په پرلپسې توګه په محمداغې کې رامنځته شوي دي.
ښاغلی صادق وایي لومړنۍ څېړنې ښيي، چې هلک او نجلۍ دواړو په خپلو کې سره مینه لرله او کله یې چې کورنیو له خپلوۍ نه انکار کړی؛ دواړو ځانونه وژلي دي.
هغه وایي، د هلک او د نجلۍ د وژنې په اړه د محمداغې ولسوالۍ د پولیسو نورې جنايي پلټنې روانې دي.
دا یواځې لوګر نه دی، چې یو هلک او نجلۍ یو بل ته د نه رسېدلو له امله ځانونه وژلی دي، بلکې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې په زور ودونو، بې بې ځایه دودونو، کمزوري اقتصاد او کورنیو ستونزو له امله په لسګونو ځوانانو ځان وژنې کړې دي.
په افغانستان کې په خپله خوښه واده کول د ځوانانو او پېغلو لپاره یوه ستونزمنه خبره ده او که د هلک او نجلۍ کورنۍ د دوی ترمنځ له اړیکو خبرې شي؛ نو زیاتره وخت له خپلوۍ انکار کوي.
د دې انکارعلت کله د کورنيو ترمنځ اقتصادي، فکري، نژادي او مذهبي توپيرونه وي او کله ټولنیز شرم د دې سبب شي، چې کورنۍ د هلک او نجلۍ ترمنځ د خوښې له واده انکار وکړي او په خپلو منځونو کې دوښمني پیل کړي.
تېر کال د بامیانو په ولایت کې د محمد علي او ذکیې کیسې همداسې بڼه درلوده، چې نژادي توپیر یې د واده ترمنځ خنډ و او کورنۍ یې نه راضي کېدلې، چې هزاره هلک د تاجکې نجلۍ سره په خپله خوښه شریک ژوند وکړي.
محمد علي او ذکیه له کلي پلازمينې کابل ته راغلل، خو تر نیول کېدلو وروسته، د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي په امر خوشې او په خپلو کې یې واده وکړ، خو اوس یې هم له خپلو کورنيو سره یې اړیکې پرې دي.





