د عادلانه او ازادو ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي چې په تېرو ټاکنو کې ټاکنیزو کمېسيونونو ۳۶ برخو کې قانون تر پښو لاندې کړی.
ددغې بنسټ د پرګرامونو مشر نعیم اصغري وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ۲ مواردو کې اساسي قانون، په ۲۰ مواردو کې د ټاکنو قانون او په ۵ ځایونو کې د واکونو او د کمېسيون د تشکیلاتو له قانون څخه سرغړونه کړې.
اصغري وویل د ټاکنو دقانون په هغه مواردو کې د اصلاح غوښتنه وکړله چې له امله یې ټاکنې له ستونزو سره مخ شوې وې.
اصغري د شکایاتو د خپلواک کمېسيون یادونه هم وکړله چې په ۱۰ مواردو کې یې قانون مات کړی دی.
ده زیاته کړه د شکایاتو خپلواک کمېسيون باید هغه کسان چې په درغليو کې یې لاس درلود عدلي ارګانونو ته معرفي کړی وی چې دا کار یې ونه کړ.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ویاند نورمحمد نور بیا د فیفا دغه راپور زوړ بولي او زیاتوي چې دوی خپله په ټاکنیزه پروسه کې د ځېنو ستونزو د درلودو یادونه لا وار دمخه کړې وه.
نور دا هم وویل چې ځېنې دغه ستونزې د وخت د کمي او دهغه مهال د شرایطو له کبله رامنځته شوې وې.
خو د شکایاتو دخپلواک کمېسيون ویاند نادر محسني د فیفا راپور بې بنسټه وباله او زیاته یې کړه چې دوی د قانون یوه ماده هم له پامه نه ده غورځولې.
همدا ډول فیفا یا د افغانستان د عادلانه او آزادو ټاکنو بنسټ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون پر سر د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د اختلافاتو په اړه اندیښنه وښوده.
د دغه بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید د پنځشنبې په ورځ( داپرېل ۲۳مه) کابل کې د خبري غونډې پر مهال د حکومت له مشرانو وغوښتل چې ژر ترژره دې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون کارونه پیل کړي.
سره له دې چې اجراییه ریاست نه په ډاګه کوي چې څوګ د دغه کمیسیون د رییس په توګه ټاکل شوی خو د دغه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل سلام وطندار ته وویل چې ولسمشر او اجرایه رییس ددغه کمیسیون د نوي رییس پرټاکنه موافقې ته رسیدلي، او ښایي ورځ دوو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون له پاره ټاکل شوی رییس رسمآ معرفي کړي.





