د تخار ولایت مدني فعالان خبر ورکوي، چې د دې ولایت ملایان او روحاني اشخاص د داعش پلوۍ ته خلک هڅوي.
دوی زیاتوي، چې ځینې ملایان او د تخار ولایت روحاني اشخاص په جماتونو او ناستو کې تبلیغ کوي. او وايي، چې داعش د زور زیاتي، او کافرانو پر وړاندې مبارزه کوي.
د تخار دمدني ټولنې د شبکې رییس وحید حقیق وايي، مذهبي مشران دخلکو د نالوستیا او له غریبۍ ناوړه ګټه اخلي او هغوي د اسلامي دولت ډلې سره یو ځای کېدو ته هڅوي.
حقیق زیاته کړې د دې پر ځای، چې د تخار ولایت ملا امامان د خلکو د ستونزو په اړه وغږيږي، د داعش د شتوالي او دهغوي دکړنو په اړه تبلیغ کوي.
جواد هجري د تخار ولایت دمدنې ټولنې فعال دی، هغه د داعش سره دمخالفت او پر هغوي دنيوکې له امله د همدې ډلې له خوا په کفر تورن شوی او دهغه د وژلو فتوه یې ورکړې ده.
جواد وايي، چې له ځانه زیات ورسره د وطن د راتلونکي غم دی.
دی کیسه کوي، چې «څو ورځې وړاندې پر داعش له نیوکو وروسته پرې د نا پيژندل شويو وسله والو له لورې برید شوی، چې زیان ورته نه دې رسېدلی.»
دغه مدني فعلانو په ډاګه نه کړه، چې داعش ته د خلکو هڅونکې ډله څوک او څومره کسان دي؟
خو د تخار ولایت د عالمانو شورا رییس مولوي صمد وايي، په افغانستان کې داعش نشته« ددې له امله باید دهغوي په اړه قضاوت ونه شي» د مولوي صمد په باور، داعش په عراق او سوریه کې د ظلم او زیاتي د ورکولو له پاره راپورته شوي،« او دغبرګون په توګه کړنې ترسره کوي»
مولوي صمد وايي، که داسلامي دولت ډلې «نیم یې ښکاره مسلمانان دي او نور هغه یې هم د زور زیاتي له منځه وړلو له پاره په نړۍ کې راپورته شوي دي.»
د تخار د دیني عالمانو د شورا مشر د مدني ټولنې د غړو هغه څرګندونې ردوي، چې وايي« دیني عالمان تخار کې د داعش راتګ له پاره لارې هواروي.»
دغه سرچينه دا یوه شایعه بولي او نیوکه کوي، چې دا ډول څرګندونې د دیني عالمانو د سپکاوي له پاره د یوې ځانګړې کړۍ له خوا کيږي.
د تخار د دیني عالمانو د شورا د مشر ورستۍ څرګندونې د مدني فعالانو دغبرګون سبب شوي خو د والي ویاند سنت لله تیمور دمدني ټولنې د فعالانو څرګندونې د داعش په اړه ردوي او وايي، دغه ډله د اسلام بدنامولو له پاره جوړه شوې ده.
تیمور زیاته کړه، ملا امامانو هیڅ کله په دغه ولایت کې دې ډلې ته د لارې جوړولو هڅه نه ده کړې او «سیمیز چارواکي په دې ولایت کې ټولې چارې څاري او د ټولو کړنو د کنټرول وړتیا لري.»
تیمور زیاتوي، اوازې دي چې د اسلامي دولت ډلې په کندوز او بغلان ولایتونو کې سر راښکاره کړی؛ خو دده پر وینا تر اوسه یې په اړه کره شواهد لاس ته نه دي راغلي.
خو دوي اندېښنه لري، چې که په کندوز او بغلان کې داعش پیاوړی شي نو تخار به هم ترې زیانمن شي؛ ځکه چې سره ګډه پوله لري.
سره له دې چې دافغانستان لوړپوړي امنیتي چارواکي د داعش د فعالیت او په افغانستان کې دهغوي د موجوديت په اړه چوپه خوله دي خو دکندوز والي څه موده وړاندې ویلي و چې ددې ډلې سره تړلي وسله وال «په ارچي ولسوالۍ کې فعال دي او همدې ولسوالۍ کې خپلو وسله والو ته پوځي روزنه ورکوي»
په همدې حال کې یو شمېر څېړونکي په افغانستان کې د داعش له فعالیتونو خبر ورکوي خو ځينې نور یې بیا ردوي او دا دافغانستان له پاره رامنځته شوې ډله نه بولي او زیاتوي افغانستان کې د داعش فعالیت شایعات دي.
څو ورځې وړاندې پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم په یوه وینا کې ویلي و، چې داعش ډله داسلام نوم بدولو له پاره راجوړه شوې ده او « که هغوي په افغانستان کې راښکاره شي نو په دې خاورې د نورو تېري کونکو په څېر چلند به ورسره وکړی.»
له دې وړاندې په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه امريکايي چارواکو هم ضد و نقیض نظرونه څرګند کړي و.





