د باقرالعلوم مدرسې د برید په اړه د ولسي جرګې او خلکو خبرداری

د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو په نننۍ عمومي غونډه کې پر امنیتي او کشفي بنسټونو له دې کبله نیوکه وکړه، چې ولې یې د باقرالعلوم په دیني او فرهنګي مدرسې د برید مخه ونه شوی نیولی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر، چې د غونډې مشري یې کوله وویل، امنیتي مسوولین باید د برید موضوع جدي وڅېړي، عاملان یې پیدا او د خپلو اجراتو ریپوټ د لا نورو اجراتو له پاره ولسي جرګې ته ورولېږي.

ظاهر قدیر امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړ، که په دې برخه کې جدي عمل ونه کړي، ولسي جرګه به د امنیتي ارګانونو په اړه خپل قانوني صلاحیتونه اعمال کړي.

د ولسي جرګې وکیلانو د اعلاميې په خپرولو سره د تېرې دوشنبې ورځې برید په سختو ټکو وغندلو او دا یې یو غیراسلامي عمل وبللو.

د ولسي جرګې په اعلامیه کې راغلي، چې د دین او اسلام دوښمنان د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو د مقابلې توان نه لري او اوس د افغانانو تر منځ د قومي او مذهبي نفاق اور بلوي.

په اعلامیه کې له امنیتي ځواکونه غوښتل شوي، چې پر دیني بنسټونو او نورو ځایونو د بریدونو مخنیوی وکړي.

دغه راز ولسي جرګې له نړیوالې ټولنې د ترهګرو په خلاف د اقدام غوښتنه کړې.

حکومت د حقیقت موندنې کمېسیون په جوړولو د خپل مسوولیت له ځوابه تښتي

یو شمېر وطنوالو نن ورځ د باقرالعلوم پر دیني مدرسې کې د وژل شويو ولسي خلکو د جسدونو خښولو په مراسمو کې وویل، حکومت تل د ځان مرګو بریدونو پلټنو په اړه د حقیقت موندنې کمېسیونونه جوړوي، په داسې حال کې چې دغو کمېسیونونو هېڅ وخت حقیقت ښکاره نه کړ.

په دې مراسمو کې یو شمېر کابل ښاریانو، چارواکو او د ولسي جرګې ځینو غړو ګډون کړی وو.  

ګډونوالو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې دوی له حکومته د حقیقت موندنو کمېسیونونه نه غواړي، بلکې د ولس د ځان او مال د امنیت ټینګښت غواړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ترهګرو په لاس د وطنوالو وژنه بشري جنایت دی او نړیواله ټولنه باید د دې پېښې عاملان او ملاتړي د جنګي جنایت کارانو په توګه وپېژني.

دغه راز، د اجرایوي ریاست مرستیال محمد محقق مراسمو ته وویل، چې د وطنوالو په نښه کولو نوې څپه پیل شوې ده.

محقق له حکومته وغوښتل، چې د ترهګریزو پېښو په څېړلو کې باید له ډېر جدیته کار واخلي.

همدا ډول د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د شپږمې امنیتي حوزې د ۶ مسوولینو دندې ځنډولي او د یادې پېښې څېړلو له پاره يې یو پلاوی ټاکلی دی.

د روانې اونۍ د دوشنبې  په ورځ د کابل ښار شپږمې نا حیې اړوند سیمه کې د باقرالعلوم په دیني مدرسه کې ځانمرګی برید وشو، چې زیات شمېر کسان د عاشورا څلویښتي مراسمو ته ورټول شوي وو.

په دغه برید کې له ۳۰ ډېر کسان ووژل شول او له ۸۰ ډېر نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام