افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو نېټه وغزېده

په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد لري د دوو نورو کلونو لپارره به یې د اوسېدو چارې تمدیدې شي.

د کډوالو او بیا راستنېدونکو وزیر سیدحسین عالمي بلخي نن د اګسټ په ۲۲ مه له پاکستان او په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ سره درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې د دې هوکړه لیک پر بنسټ به په پاکستان کې د ۲۰۱۷ زېږدیز کال تر پایه پورې د افغان کډولو اوسېدلونېټه وغزيږي.

د تېر هوکړه لیک له مخې په پاکستان کې دغو کډوالو د ۲۰۱۵ زېږدیز کال تر پایه پورې د اوسېدو اجازه لرله.

بلخي زیاته کړه، چې د روان زېږدیز کال له پای ته رسېدو مخکې د یو حقوقي اډانې جوړولو لپاره یې چارې  راونې کړي دي، او په بله درې اړخیزه ناسته کې به په پاکستان کې د افغان ګډوالو د استوګنې مسله تر ۲۰۱۷ کال تر پایه لاسلیک شي.

دغه هوکړه لیک  د افغانستان، پاکستان او په ګډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په ۲۶ غونډه کې لاسلیک کړه.

په دې ناسته کې په دې هم پرېکړه وشوه، چې هغه افغان کډوال چې پاکستان کې د اوسېدونې قانوني اسناد نه لري د ثبت او راجسټر چارې یې پیل شي.

بلخي وايي، چې ډېر ژر  به ۱۰۰ کسیز پلاوی د دغو کډوالو د پېژندنې لپاره پاکستان ته لاړ شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د سرحدونو او کډوالو وزیر عبدالقادر بلوچ وویل، چې هېواد یې چمتو دی په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده تر ۲۰۱۷ کال پورې تمدید کړي.

بلوچ زیاته کړه، هغه افغان کډوال چې پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري ور سره به ښه چلند کیږي.

په دې هوکړه، کې په دې  هم پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به افغان ګډوال له پاکستان نه په زور نه اېستل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د روان کال په لومړیو کې په زرګونه افغان ګډوال په زور سره له پاکستان نه اېستل.

د کډوالو وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال په پاکستان کې یو نیم میلیون افغان کډوال د استوګنې قانوني اسناد لري او یو میلیون نور یې په ناقانونه توګه هلته استوګن دي.

د کډوالو چارو وزیر وايي، چې اوسمهال افغان کډوال په پاکستان کې د سخت شرایطو سره مخ دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام