
نن شاوخوا ۱۲ بجې یوه ډله وسلهوالو د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ برید وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، برید له یو ساعت نښتې وروسته پای ته ورسېد.
د ښاغلي دانش په وینا، د بریدګر اته کسان وو چې لومړي هغه یې د کورنیو چارو وزارت دروازې په لومړي قرول کې – چې عمومي سړک سره خوا کې دی – ځان ته چاودنه ورکړه او ۷ نور یې له پولیسو سره نښته کې ښکېل شول. د ده په وینا، پولیس همدې لومړي ځانمرګي برید کې ټپیان شويدي.
هغه وايي، بریدګر په دوو لنګکروزر ډوله موټرو کې سپاره وو چې د بهرنیو ځواکونو وسایطو په څېر په زرې پوښل شويوو.
ټولنیزو رسنیو کې د ځانمرګو بریدګرو خپاره شوي عکسونه ښيي چې دغو کسانو د امریکا ځواکونو یونیفورم اغوستی و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په وینا، دغه پېښه کې ۶ پولیس ټپيان شوي؛ خو ملکیانو ته زیان نهدی اوښتی.

لهدې سره پوځي شنونکی عتیقالله امرخېل وايي، دغه برید پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر له سفر وروسته د دې ښکارندوي کوي چې اسلاماباد پر طالبانو کنټرول نهلري.
هغه پهدې اند دی چې دا معمول خبره ده چې د افغان او پاکستاني چارواکیو په تګ ـ راتګ سره طالبان کابل کې بریدونه ترسره کوي.
ښاغلی امرخېل وايي، په بریدونو کې وژل او ټپیانول معیار نهدي، بلکې په کورنیو چارو وزارت برید د وسلهوالو ځواک ښيي او دا پهدې معنا ده چې د هېواد استخباراتي شبکه کمزورې ده.
دا په کابل کې په روژې میاشت کې لومړی تروریستي برید دی او هېڅ ډلې یې مسولیت نهدی منلی.
لهدې وړاندې طالبانو په یوې خبرپاڼه کې له کابل اوسېدونکیو غوښتي وو چې له پوځي ادارو لېرې واوسي، ګنې د دې ډلې تر بریدونو لاندې به راشي.





