.jpg)
د اجمل مړینې د مور زړه سخت دردولې دی. مور یې تل د ځواني مرګ شوي اجمل انځور په غېږګه کې نیولی وي.
د اجمل د زامنو په څېره کې له ورایه د غم درد ښکاري، داسې، چې د اجل لمر له دوی نه د پلار د مینې سیوری د تل له پاره ځان سره وړی دی، دوی ډېر وخت د خونې په کونج کې خواشینې ناست وي.
اجمل د جدي میاشتې پر ۳۰مه ڼېټه د چهارشنبې په ماښام د طلوع ټلوېزیون د حملي پر موټر په شوي ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د اجمل مېرمنه دومره کمزورې شوې ده، چې په سترګو کې یې د ژړا له پاره اوښکې او په ستوني کې یې د ټوخي له پاره لندې اوبه نه محسوسېږي، د اجمل له تګ راهیسې د بد ټوخي ناروغۍ دومره ضعیفه کړې ده، چې د ټوخي پروخت داسې بریښي، ته به وايي، چې اوس به یې له بدنه ساه اوځي.
مېرمن یې ټکان لیدلی، د خپلوانو او کورنۍ پر وینا یې، له هغې ورځې چې یې د اجمل د مړینې غږ اورېدلی؛ ډوډۍ یې نه ده خوړلې، خوب یې نه شته او له هېچا سره خبرې نه کوي.
د اجمل مور وايي، چې د زوی غم ډېره بې وسې کړې او ټولو افغان میندو ته دوعا کوي، چې د دې په شان درد ونه ویني.
دغې دردېدلې مور وویل، چې زوی یې د پولیسو سرتېری و او د ملي شورا د امنیت خوندیتوب ته ګومارل شوی و.
.jpg)
د اجمل مور وايي، چې د ترهګرو او ځانمرګو بریدګرو ډلو سره هېڅ کار نه لري، نوموړې زیاتوي، که حکومت د دې پېښې عاملان ونیسي؛ د دې درد به پټۍ نه شي.
دا وايي، چې اوس یوازې د خپلو لمسیانو په فکر کې ده، چې برخلیک به یې څنګه کېږي؟
د دې پر خبره، د ژوند ستونزې زیاتې دي او د وړو لمسیانو لویول ستونزمن کار دی.
اجمل د پنځو لوڼو او یو زوی پلار و. ده په کرایه کور کې ژوند کولو.
.jpg)
اجمل، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې سرتېري و؛ لس زره افغانۍ معاش یې لرلو، چې درې زره یې د کور کرایه او پاتې پیسې یې د میاشتې تر پایه، د کورنۍ پر خرڅ لګولې.
شاه ولي د اجمل پلار دی، چې د امنیتي ځواکونو تقاعد شوی افسر دی.
ده په ژړغوني غږ وویل، چې د ملي شورا له وکیلانو ګیله لري، ځکه چې زوی یې د دغو وکیلانو د دفاع له پاره ځان قرباني کړ او تر اوسه پورې هېڅ وکیل د دوی پوښتنې ته نه دی ورغلی.
شاه ولي وویل، چې د اجمل له مړینې سره یې پر ځای بل سرتېری ګومارل شوی دی.
د اجمل پلار چې له غوسې او بې وسۍ سور اوښتی و؛ وویل، چې دغه حکومت په فساد کې ښکېل دی، د نشه يي توکیو، ترهګرو او وېرې اچوونکيو کسانو ملاتړ کوي.
شاه ولي وايي، زه پوهېږم، چې دغه کسان څه ډول تر پلازمېنې رارسېږي.
د اجمل کورنۍ د هېواد له رسنیو ګېله لرله. دوی وايي، چې خبریالان له امنیتي ځواکونو څخه خوږ ځان نه لري او زیاتوي، چې رسنیو یوازې د طلوع نیوز وژل شویو خبریالانو او ټپیان ته پاملرنه وکړه او بس.





