افغان حکومت او طالبان راتلونکې اونۍ کابل کې خبرو اترو ته کيني

د ترکیې دولتي خبري اژانس (اناتولي) د یک شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د طالبانو د استازو له ډلې قاري دین محمد ویلي،  د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به په راتلونکې اونۍ کې  خبرې اترې پېل شي. 
دسرچينې د معلوماتو پر اساس، قاري دین محمد له پاکستاني چارواکو سره  په اسلام اباد کې د پردې تر شا لیدو کتو وروسته، بېرته قطر ته ستون شوی دی

د طالبانو استازي د ترکیې دولتي خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، چې طالبان افغان دولت سره خبرو اترو له پاره چمتو دي او امکان لري، چې دغه خبرې اترې په کابل کې وشي.

قاري دین محمد وايي ، سلا مشورې روانې دي، چې د دوی مشر ملا محمد عمر د سولې خبرو اترو له پاره د خپلې ډلې د غړو نومونه غوره کړي.

به همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت سلا کار او په بهرنيو اړیکو کې د نواز شریف مشاور سرتاج عزیز د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په پاکستان کې پټې خبرې تایېد کړي.

عزیز ویلي دي، چې پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي او د پردې تر شا کوم هدف نه لري.

همدا ډول دپاکستان د لومړي وزیر مشاور وايي، چې طالبان له جنګه نور ستړي شوي دي او غواړي روانې افغان ستونزې ته سیاسي حل لاره ومومي.

تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم دوحې ته په یو سفر لاړه.

 که څه هم دولتي سرچينو د دې سفر موخه یواځې قطري چارواکو سره لیدنه ښودله؛ خو داسې راپورنه هم ورکړل شول، چې اتمر په دوحه کې د طالب استازو سره لومړنۍ خبرې اترې پر مخ وړي.

دوې اونۍ وړاندې پاکستاني رسنيو د طالبانو له خولې داسې خبر خپور کړ، چې طالبانو افغان حکومت سره د لومړي پړاو خبرو اترو پخلی  په کې کړی و.

ولسمشر غني هم تېره میاشت جهادي مشرانو او حامد کرزي سره د سلا مشورو پر مهال ویلي و، چې ډير ژر به افغانان د ښه او خوشالونکو خبرونو څخه برخمن شي.

که طالبان په ریښتیا افغان حکومت سره په کابل کې خبرو اترو ته زړه ښه کړي؛ نو دا به د سولې په پروسه کې یو حیراونکی خبر او د پرمختګ یوه بې سارې بېلګه وي، چې نوی حکومت به یې له ځانه سره ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام