
راپورونه وايي، چې د پلازمینې کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند دفاع وزارت په سړک کې د دولتي مامورینو پر یو موټر ځانمرګی برید شوی دی.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکو هم منلې، چې بریدګر د مامورینو دولتي موټر په نښه کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت ویاند نجیبالله دانش رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات دوی هم نهدي ترلاسه کړي، خو پر وینا یې برید مرګ ژوبله لري.
د لومړنیو راپورونو لهمخې د برید له امله ۱۰ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې.





