طالبانو د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ قیر سړک ویجاړ کړی

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د دې ولایت د شاه ولی کوټ ولسوالۍ یو کیلومټر پوخ قیر شوی سړک ویجاړ کړی دی، چې دې ستونزې موټر چلوونکي او ولسي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو تېره شپه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په اندران سیمه کې یو کیلومټر پوخ سړک د تراکتورنو په وسیله وران کړی دی.

د خپلواک په خبره، امنیتي ځواکونو د سیمې له خلکو سره په سلا مشورې په دې سیمه کې د طالبانو د ورکولو له پاره عملیات پیل کړي دي.

د کندهار د والي ویاند زیاتوي، چې د سیمې خلک هم هڅه کوي، چې د مضرو خلکو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د کندهار مدني فعالان د طالبانو دغه کار غندي او وايي، چې سړک، ښوونځي، پلونه او پلګوټي عامه شتمنۍ دي او هېڅ د دې حق نه لري، چې ویجاړ یې کړي.

د سمون مدني ټولنې رییس غلام محمد معصومي وايي، د سړکونو او واټونو په تخریب سره یوازې ولس زیان ویني.

له دې مخکې  وسله والو طالبانو د کندوز ولایت د علی اباد او چهاردرې ولسوالیو درې کیلومټره سړک ویجاړ کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام