
د جوزجان سیمهییز چارواکي وايي، چې د داعش ډلې اړوندو وسلهوالو د دې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې یو جومات له ۵۰۰ قرآنکریمونو سره یوځای سوځولی دی.
د درزاب ولسوال رحمتالله حشر د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، چې پهدې جومات کې د سیمې ځوانانو او ماشومانو دینې زدهکړې کولې.
حشر زیاته کړه، چې داعشیان پر هېڅډول اصولو پابند نه دي، ښه بېلګه یې همدا پېښه ده، چې د مسلمانانو مقدس کتاب او دین ته په هېڅ حالت کې په احترام نهدي قایل.
د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري هم د دې خبرې په تایید سره وايي، چې داعشیانو د جومات او ۵۰۰ قرآنکریمونو ترڅنګ د څوو شاعرانو پخواني کتابونه هم سوځولي دي. د جوزجان د والي ویاند زیاته کړه، چې څو ورځې مخکې هم دې ډلې په جوزجان کې یو پخوانی زیارت چې شاوخوا پېړۍ قدامت یې لرلو، وران کړی و.
نږدې یوه اوونۍ مخکې داعشیانو د دې ولایت د سردرې سیمې په بيبي مریم او صوفيدوستمحمدي کلیو کې یوې هدیرې او یو زیارت ته اور اچولی و. د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي په ټینګار سره له حکومته غواړي، چې د دیني او فرهنګي ارزښتونو د خوندیتابه پهپار په دې ولسوالۍ کې د داعشیانو پر ضد پوځي عملیات وکړي.





