طالبانو د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو ۵۸ سرتېري وژلي دي.
د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي وویل، چې طالبانو د ملي اردو سرتېري يې په ډېر بې رحمانه ډول وژلي او د ۲۸ سرتېرو سرونه یې پرې کړي دي.
د بدخشان ولایت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ویل شوي، چې طالبانو د ملي اردو سرتېرو نه په ټپي حالت کې سرونه پرې کړي دي او "د هغوی له بې روحه جسدونو سره یې وحشیانه لوبې کړې دي"
د ولسي جرګې غړی نادرشاه بحر هم وايي، چې د سرتېرو له جسدونو داسې معلومېږي، چې ډېر په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.
بحر زیاته کړه، چې د ملي اردو د سرتېرو د بدن ټوټې، ټوټې شوې برخې د سردار داود خان ۴۰۰ بیستریز روغتون ته رالېږدول شوي او ډاکټران د سربازانو پرې شوې عضوې ورپېوندوي او بیا یې د هغوی کورنۍ ته ورسپاري.
د ولسي جرګې بل غړی صفي الله مسلمیار وايي، چې دغه ناورین د بدخشان ولایت د ملي اردو د قومندانانو د فساد او بې پروایۍ له امله رامنځته شوی دی.
په ورته وخت کې ولسي جرګې د هېواد امنیتي حالات، په ځانګړي ډول د بدخشان امنیتي وضعې خرابېدو په اړه اندېښنه ښيي او غواړي، چې په دې اړه د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي نن دوشنبې د (۲۰۱۵ م زېږدیز /اپریل په ۱۳) وویل، چې امنیتي مسولین او د ولسمشر امنیتي مشاور باید ولسي جرګې ته را وغوښتل شي او د بدخشان پېښې په اړه توضیح ورکړي.
په ورته وخت کې د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن سلام وطندار ته وویل، چې اوس مهال د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته درېدلې ده.
هغه وویل، چې په دې نښته کې د ملي اردو ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور نادرک شوي او له ۸ تنو هغو یې سرونه پرې کړي دي.
فروتن وویل، چې د ۲۰ طالبانو په ګډون ۴ بهرني جنګیالي هم په دې نښته کې وژل شوي دي
په بدخشان کې د ۲۵۰ بهرنیو جنګیالیو حضور
د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د جرم ولسوالۍ په نښته کې ۲۵۰ تنو بهرنیو وسله والو ګډون درلود.
د بدخشان ولایت مرستیال ګل محمد بېدار سلام وطندار ته وویل، چې د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې د ۱۰۰۰ په شاوخوا د کورنیو او بهرنیو جنګیالو پټن ځایونه شته.
د ده په خبره په دغه دره کې ۲۵۰ تنه بهرني جنګیالي د همدې سیمې د ترهګرو د روزنې او قومندې دنده په غاړه لري، چې زياتره یې تاجکان، ازبکان او چیچنیان دي.
بېدار زیاته کړه، د خستک دره د پاکستان له جنګل مغنعول له سیمې سره نږدې ده او تروریستان په اسانۍ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کوي.
د بدخشان ولایت رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې وروستيو کې د بدخشان جغرافیوي موقعيت د ترهګرو د پام وړ ګرځېدلی.
خبرپاڼه کاږلې "د بدخشان جګړه ژورې استخباراتي او اقتصادي ریښي لري" چې په دې جنګ کې د سیمې او له سیمې څخه د باندې د لویو ګټو لرونکي ښکیل دي.
د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د بدخشان د جرم په ولسوالۍ کې هغه مهال جګړه ونښته کله، چې وسله والو طالبانو د بهرنیو اتباعو په ګډون د تېرې جمعې په سهار د امنیتي ځواکونو په پوستو حمله وکړه، چې د ملي اردو سرتېرو او بريدو کوونکو ترمنځ درې ورځې وسله واله نښته روان وه.





