جنرال جان کمپبل د پاکستان له لوی درستیز سره کتلي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل د پاکستان له لوی درستیز جنرال راحل شریف سره کتلي دي. ویل کېږي د دوشنبې د ورځې په دې ملاقات کې د سیمې د امنیت اړوند په تېره بیا د ډیورنډ دواړو خواو ته په امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.

د پاکستان پوځ په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې جنرال جان کمپبل تېره دوشنبه په راولپنډۍ کې د پاکستان له لوی درستیز سره ولیدل. جان کمپبل ویلي چې باید د پاکستان، افغانستان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ لا همغږې پیاوړې شي، په تېره بیا د ډیورنډ په دواړو غاړو يې همغږې ډېرېه ضروري وبلله.

په پېښور کې د ډيسمبر له حملې وروسته د پاکستان د استخباراتو مشر، لوی درستیز او نور لوړپوړي چارواکي پرلپسې افغانستان ته راغلي او افغان لوړپوړو نظامي مسوولینو هم له هغوی سره لیدنې کړې دي.

څه موده وړاندې هم د بهرنیو ځواکونو قومندان له جنرال شیر محمد کریمي سره پاکستان ته سفر درلود، چې د پاکستان او افغانستان په دفاعي او نظامي همکاريو يې خبرې کړې دي.

له بله اړخه د استخباراتو پخواني مشر امر الله صالح له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې پاکستان تر سفرونو دا مهمه ده، چې له سفرونو وروسته دې ته وکتل شي چې په افغانستان کې په بریدونو کې څومره کمښت راغلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام