.jpg)
هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چاودنه د مازدا موټر پهوسيله د لسمې حوزې پر یوې پوستې شوې؛ خو وايي، مخکې لهدې چې مازدا پوستې ته ورسېږي او چاودنه وکړي؛ د سرتېرو لهخوا پرې ډزې کېږي او وروسته چاودونه کوي چې د چاودنې په ترڅ کې يو سرتېری وژل کېږي او ۱۱ ټپيانېږي.
د ښاغلي ځواک په وینا، له ټپيانو شویو پولیسو یې ۶ تنه د درملنې لهپاره لښکرګاه ښار ته لېږل شوي او د پاتې ۵ تنو برسېرن ټپونه په سیمه کې درملنه شوېده.
د سیمې يوه امنيتي چينه وايي، ۲ پوليس وژل شوي، ۵ تنه ټپيان دي او چاودنه د پولیسو له پوستې سره يوه څخه لېري شوېده.
لښکرګاه کې د ايمريجنسي روغتون روغتيايي ډاکټران وايي، دوی ته يو جسد او ۵ تنه ټپيان شوي پولیس ور وړل شويدي.
د چاودنې سیمې ته نږدي يو تن د نورمحمد په نوم وايي، چاودنه ډېره زوروره او له چاودنې وروسته په سيمه کې ډزې هم شروع شوي.
نوموړي د تلفاتو په اړه څه ونه ويل.
تر اوسه چا د دې برید مسوولیت په غاړه نهدی اخستی.





