.jpg)
د هلمند ولایتي شورا وايي، جګړه مرکز لښکرګاه ښار ته ورځې تر بلې ور نږدې کېږي؛ د ښار له بولان سیمې ولسي خلک وتلي او افغان امنیتي ځواکونه او وسله وال طالبان د خلکو په کورنو کې لاس په لاس جګړه کوي.
د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مسوول بشری احمد شاکر وايي، له تېرې شپې راهسې د لښکرګاه ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د پولیسو ۸ پوستې د طالبانو له خوا سقوط شوي.
بشیر احمد شاکر د امنیتي پوستو د سقوط پر مهال د امنیتي ځواکونو د تلفاتو خبره کوي، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وايي.
شاکر وايي، په هلمند کې ورځ تربلې جګړ پیچلې کېږي او د ولسي خلکو ژوند له سخت ګواښ سره مخ دی.
د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید احندزاده بیا د دې ولایت لوړپوړي امنیتي مسوولین ګرم بولي او وايي، چې مرکزي حکومت دې دغه کسان له دندو ګوښه کړي.
.jpg)
دی وايي، د دې جګړې د کابو کولو له پاره دې ژمن او له فساد پاک خلک وګومارل شي.
په ورته وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې امنیتي حالت د ځواکونو تر مدیریت لاندې دی او زیاتوي، چې له تېرې شپې راهیسې کوماڼدو ځواکونو په ناامنیو سیمو کې عملیات کړي دي.
ځواک زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي.
له یوې اونۍ راهیسې په هلمند کې ناامنۍ بیا زیاتې شوي دي.
د راپورنو له مخې طالبان اوس بیا په دې هڅه کې دي، چې د کوټې شورا ټول نظامي تشکیلات هلمند ولایت ته انتقال کړي.





