د ولسي جرګې استازو حامد کرزی د هېواد په بې ثباته کولو تورن کړ

د ولسي جرګې یو شمېر استازو د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه کاري ډله د افغانستان په بې ثباته کولو تورن کړ.

یو شمېر وکیلانو ویلې، چې حامد کرزی په دې لټه کې دی، چې د ملي یووالي حکومت کمزوری کړي.

د ولسي جرګې استازی ذکریا وايي، چې د حامد کرزي په مشرۍ موازي حکومت رامنځته شوی دی، کرزی د هېواد د بې ثباته کولو په هڅه کې دی.

دی وايي، په کار نه ده، چې په هېواد کې نسبې امنیت هم له منځه یوړل شي.

د جرګې دغه استازي وویل، چې کرزی باید د هېواد ملي ګټو ته پام وکړي او اوسني حکومت سره مرسته وکړي، افغانستان له کړکیچ نه وژغورل شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر د پخواني حکومت له مسولینو وغوښتل، چې اوسنی حکومت دې نه تخریبوي.

قدیر خبرداری ورکړ، چې دغه کشمکشونه به تېرې ترخې شپې او ورځې بیا ځلي کړي.

تر اوسه د ولسي جرګې د دغو څرګندونو په اړه، د کرزي دفتر کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تازه وختونو کې، پخواني ولسمشر حامد کرزي له اشنا ټلویزیون سره په مرکه کې له پاکستان سره د ملي یووالي حکومت پر سیاست نیوکه کړې وه.

کرزي ویلي وو، چې د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست او د پاکستان استخباراتي ادارې ترمنځ استخباراتي هوکړه لیک د افغانستان په ګټه نه دی.

په ورته وخت داسې راپورونه خپاره شوي دي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم د پاکستان استخباراتي ادارې سره داسې هوکړ لیک لاسلیک شوی و.

خو کرزی د ده د حکومت په دوره کې د داسې هوکړه لیکونو لاسلیکول ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام