د هېواد لومړۍ ښځینه پیلوټه نیلوفر رحماني وايي، چې د طالبانو او نږدې خپلوانو له لوري په مرګ ګواښل شوې ده.
مېرمن رحماني وايي، له ۲۰۱۳ زېږدیز کال راهیسې هغه مهال، چې نوم او څېره یې رسنیزه شوه، د خبرداري او ګواښونو ډک پیغامونه ورته لیږل کېدل.
رحماني وال سټریټ ژورنال ته ويلي، چې په پیغام کې ورته لیکل شوي دي "یا به مرې او یا به پیلوټي پرېږدې".
نوموړې وايي، چې د ۲۰۱۳ زېږدیز کال د اګست په ۳مه نېټه یې د پاکستاني سوات طالبانو له لوري ورته د دوی په لاسلیک او مهر سره پیغام لېږل شوی و، په کې لیکل شوي و، چې "اسلام ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې له امریکایانو او بریتانویانو سره کار وکړي"؛ د دې په خبره د رالیږل شوي پیغام په پای کې راغلي دي، چې د ملالې یوسفزۍ له برخلیک عبرت واخله او له دې کار نه لاس پر سر شه.
مېرمن رحماني وايي، له دې ګواښونو وروسته له ناچارې ورځې د یو وخت لپاره هندوستان هېواد ته لاړمه.
نیلوفر وايي، چې دا له نږې خپلوانو نه وېره لري، چې په پرلپسې توګه ورته ګواښونه کوي.
میرمن رحماني زیاتوي، چې د تره او تره زامنو له خوا په دې بهانه ګواښل کیږي، چې له نارینه وو سره په یو ډګر کې کار کوي.
د نیلوفر پلار مهندس وکیل وايي، هیله یې درلوده، چې یو پیلوټ شي، خو دغه هیله یې تر سره نه شوه؛ د لومړي ځل لپاره د لور په وسیله دې هیلې ته ورسېد.
دی وايي، ډېر خوښ شو چې لور یې پیلوټه شوه، خو کله یې چې لور د طالبانو له خوا وګواښل شوه او د خپلو همکارانو له خوا په کنایو کې خبرې و شوې نو له خپلې دندې تېر شو او د کورنۍ د ساتلو لپاره یې خپله پاملرنه زیاته کړه.
دغه مېرمن وایي، "که د راتلونکي په اړه پوهیدی چې دنده مې زه او زما د کورنۍ لپاره ګواښ رامنځته کوي"، نو هیڅکله به پیلوټه شوې نه وی.
د افغان هوايي ځواکونو ویاند جنرال بهار خان وال اسټریټ ژور نال ته ویلي دي، چې دغه یواځېنۍ مېرمن نه ده، چې په مرګ ګواښل کیږي.
د ده پروینا، دښمنان د ښځې او نارینه و ترمنځ توپیر نه کوي او دغه ګواښونه ټولو پیلوټانو ته شوي دي.
بهادر له نیلوفر نه غواړي، چې د ټولو ګواښونو سره مقابله وکړي او خپلې دندې ته دې دوام وکړي.
په ورته وخت کې هغو ۳ ښځینه پیلوټانو چې د هېواد په هوايي لیکو کې کار کوي وال اسټریټ ژورنال ته ویلي دي، چې دوی غواري په هوايي لیکو کې خدمت وکړي، خو ناببره شرایط یې د کار مخه نیسي.
نیلوفر رحماني هغه مېرمن ده، چې د هوايي زده کړې یې په امریکا کې کړي دي اوس د هېواد په هوايي لیکو کې خدمت کوي.





