د شنبې موټر بم چاودنې پېښې ځینې قربانیان لا هم تري تم دي

د صدارت څلور لارې موټر بم برید ډېر وطنوال د مرګي کومي ته وغورځول او زیات شمېر نور یې ټپیان کړل؛ لا هم د دې پېښې ځینې قربانیان تري تم دي.

هغه شمېر کورنۍ چې د پلازمېنې په روغتونونو کې ناکراره او سترګې پر لار دي چې د شنبې ورځې موټر بم برید وروسته یې بچیان تري تم شوي او لاهم په روغتونونو کې په خپلو عزیزانو پسې ګرځي.

کابلۍ جمیله مهمند د خپل ورور ژوندي یا مړ موندو په موخه څلور سوه بستر روغتون ته تللې، وایي ښایي ورور یې بېخي له منځه تللی وي دا ځکه تراوسه یې په هېڅ روغتون کې څرک نه دی لګېدلی.  

سلیم له پنجشېر ولایته ایمرجنسي روغتون ته ورغلی دی. هغه وايي، ورور یې خالد د شنبې له یوې بجې راهیسې تری تم شوی او د ښار ټول روغتونونه یې غوښتي لا یې هم د ورور مړی نه دی پيداکړی.

د بامیانو اوسېدونکی وحید نومی وایي، ورور یې د مرغانو کوڅه کې د برید سیمې ته نږدې ګرځنده پلورونکی و. وحید وویل، له بامیانو راغلی او روغتون په روغتون ورور پسې ګرځي. دی له حکومته غواړي لږترلږه د هغه د ورور یوه نښه ورته پيدا کړي؛ چې له ځانه سره یې کورته یوسي.

د سردار محمد داوود خان  څلور سوه بستریز روغتون په سړې خونه کې۴ مړي کېښودل شوي او د روغتون مسوولینو په وینا، د دغو کسانو هویت لا تشخیص شوی نه دی او هېڅوک یې هم پوښتنې ته راغلی نه دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام