دملي اردو څه باندې ۲۰ زره سرتېري د معاشونو له ستونزو سره مخ دي

د هلمند ولایت د ملي اردو يو افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته ويلي، دوی د تېرو۳میاشتو راهيسې خپل معاشونه نه دي اخیستي.

دی وايي، د ده په شان په زرګونه نور سرتيري هم شته، چې يو خوا سخت اقتصادي ستونزې لري او له بلې خوا د تېرو څو میاشتو راهیسې د دولت له خوا ورته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

اوس مهال په هلمند کې شاوخوا ۲۰ زره د ملي اردو سرتيري د دغه ولایت د امنيت ساتلو په برخه کې بوخت دي.

خو د هلمند ولایت د ۲۱۵ م ميوند قل اردو وياند ډګروال محمد رسول ځاځي سلام وطندار ته وویل، چې د ملي اردو سرتېرو له پاره میاشت په میاشت معاشونه ورحواله کيږي، خو لويه ستونزه د کابلبانک په څانګه کې ده.

ځاځی وايې، په دغه ولایت کې کابلبانک يواځې ۲ کارکوونکي ګومارلي، چې سربازانو ته معاشونه میاشت په میاشت ورکړي.

د نوموړي په وينا په دغه بانک کې د کارکوونکو د کمښت له امله د ۲۰ زرو سرتېرو معاشونو ورکول ځنډول کيږي.

په دې اړه د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري هم سلام وطندار ته وویل، چې دوی میاشت په میاشت د ټولو سرتېرو معاشونه حواله کوي او دا ستونزه د ملي دفاع وزارت له خوا نه ده.

همدارنګه وزيري زياته کړه، چې يواځې د څو محدودو سرتېرو د معاشونو په اړه د دفاع او ماليې وزارت ترمنځ څه ستونزه وه او هغه ستونزه هم ژر حلېدونکې ده.

وزیري وویل، په دې اړه ولسمشرۍ ماڼۍ مکتوب استولی، چې باید د دغو سرتېرو معاشونه هم حواله شي.

هلمند د افغانستان يو له نا امنو ولایتونو شمېرل کيږي، چې ډیر پوځي سرتيري په دغه ولایت کې په دندو بوخت دي.

پوځي کارپوهان وايي، چې که سرتېرو له پاره وخت په وخت معاشونه حواله نه شي، نو دا چاره به د هغوی په مرال باندې منفي اغيزه وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام