د کابل – غزني او کابل – بامیان پر لویو لارو د ترافیکې پېښو له امله ۱۳ کسان ووژل شول او ۲۷ ټبیان شول.
دا ترافیکي پېښه د کابل ـ غزني پر لویه لاره نن د (اپریل په ۴مه) ۱۰ نیمې بجې د ټونس او فلانکوچ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د غزني والي ویاند ننګ ساپي سلام وطندار ته وویل، چې په دغه پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۶ ټپيان شوي دي.
د ښاغلی ساپي په خبره، په ټپيانو کې ۴ تنه ښځې او ۵ ماشومان دي. د ده په خبره، تر اوسه د موټرو د ټکر لامل نه دی معلوم.
په ورته وخت کې د غزني ولایت د ملکي روغتون مشر باز محمد همت سلام وطندار ته وویل، چې د ټپيانو روغتيايی حالت ښه نه دی.
بل خوا د میدان وردګ ولایت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل – بامیان پر لویه لار، د جلریز ولسوالۍ اړوند د کوتل اونۍ سیمه کې په ترافیکې پېښه کې د ۴ ښځو او یو ماشوم په ګډون ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په خبر پاڼه کې راغلي دي، چې په دې پېښه کې د فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي هم دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پېښه د موټر د چټک مزل له امله رامنځته شوې ده او ویل شوي، چې د پېښې د دوو تنو ټپیان روغتیايي حالت ډېر خراب دی.
د ویلو ده، چې هر کال په هېواد کې پر لویو لارو په ترافیکي پېښو کې، په سلګونه وګړي د موټرچلوونکیو د بې احتیاطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.





