
د مېرمنو په برخه کې یو فعال بنسټ په افغانستان کې د زنداني مېرمنو د حالت په اړه د څېړنیز راپور په خپرولو سره وايي، چې دغه ښځې د نیولو، قضايي دوسیې د څېړلو او د خلاصېدو په وخت کې ناوړه چلند او ممانعتونو سره مخ کېږي.
د افغانانو پیوستون ټولنه وايي، چې په پنځو ولایتونو کابل، هرات، بلخ، هلمند او کندهار کې د ۵۳ زنداني مېرمنو څخه پوښتنې شوې دي او دغه څېړنه ښيي، چې ښځینه څارنوالانو او مدافع وکیلانو کموالی، د قضايي حقونو په برخه کې د ښځو د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالي، د ښځو قضايي دوسیو د څېړلو په وخت کې نا عادلانه چلند او د تښتېدلو او له بنده خوشې شویو مېرمنو د خوندیتوب له پاره د امن کوټې نشتوالی په افغانستان کې د زنداني شویو مېرمنو له ستونزو څخه دي.
د افغان پیوستون ټولنې پخوانۍ مشره فرشته کریم د دغې څېړنې د پایلو په اړه وايي، چې د زنداني شویو مېرمنو له پاره مهمه مسله بېرته ټولنې ته په عزتمند ډول د دوی ور ستنېدل دي.
دغه مېرمن وايي، هغه شمېر ښځې چې له زندانه خلاصیږي سرپناه نه لري او نه پوهیږي، چې چېرې ولاړې شي او دولت هرومرو د دا ډول مېرمنو له پاره د امن کورونو شمېر زیات کړي.
مېرمن کریمي زیاتوي، چې زنداني مېرمنې له بد روغتیايي حالت سره دي او قضايي دوسیه یې هم په سم ډول نه څېړل کیږي.

د فرشتې کریم په خبره، حتی مېرمنې د زندانه له خلاصېدو وروسته خپلو پخوانیو کارونو ته نه شي ورګرځېدلی او د ګټې وټې له ټولو سرچېنو بې برخې پاتې کیږي.
د دغه بنسټ د موندنو پر بنسټ ۳۱ سلنه مېرمنې د قتل په جرم، ۲۳ سلنه له کوره د تېښتې په جرم او ۲۰ نورې بیا د زنا په جرم د هېواد په زندانونو کې بندیانې دي.
د افغانستان د بشر حقونو کمېشنره ثریا صبحرنګ وايي، چې په ملي او نړیواله کچه د بندیانو او محکومو خلکو حقونه معلوم دي او دولت باید د زنداني شویو مېرمنو له حقونو ملاتړ وکړي.
مېرمن صبحرنګ وايي، چې په افغانستان کې زنداني شوې مېرمنې په بند چاپېریال کې ساتل کیږي او د هر ډول ناسم چلند، ګواښ او سپکاوي سره مخ دي.
دغه مېرمن ټینګار کوي، چې د زنداني شویو مېرمنو د خوندیتوب له پاره دې په دایمي ډول د څارنې او ساتنې یو سیستم جوړ شي.
د طالبانو حکومت له منځه تللو وروسته د افغانستان د نظام د بیا رغولو له پاره میلیونه ډالرو مرستې وشوې او حکومت د ښځو او بشر حقونو ته لومړیتوب ورکړ.
خو داسې ښکاري، چې نړیوالې ټولنې او حکومت د زنداني مېرمنو ټولنې ته د بېرته ورستنېدو په برخه کې د عامه پوهاوي په برخه کې کار نه دی کړی.





