مسلمیار: د عبیدالله شینواري پر کور برید کې ۱۵تنه وژل شوي

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دغې جرګې په غونډه کې وویل، چې دغه چاودنه د ولایتي شورا د غړي عبیدالله شینواري په کور کې شوې ده.

مسلمیار وویل، چې د عبیدالله د کورنۍ غړي او د خپلوانو په ګډون ۱۵ تنه په کې وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي، چې په دې پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي دي او ۱۳ تنه ټپیان دي.

د مسلمیار پر وینا، په دغه پېښه کې ډېر وژل شوي او ټپیان شوي کسان د وکیل شینواري خپلوان دي.

د سلام وطندار خبریال د پېښې له ځایه وايي، چې په دغه پېښه کې د عبیدالله شینواري پلار، د شینوارو ولسوالۍ یو قومي مشر ملک عثمان وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې د شینوارو یو شمېر قومي مخور، له وسله والو نه د یو کس د راخوشې کولو له پاره راټول شوي وو، چې دغه پېښه پرې وشوه.

د پېښې یو عیني شاهد عزیزالله سلام وطندار ته وویل، چې په دغه پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

خو امنیتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې د مسوولیت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام