بدخشان کې د عملیاتو پرمهال په ولسي مرګ‌ژوبلې نیوکې شوي

د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو روان چاڼیزعملیات درېیمې ورځې ته وغځېدل. امنیتي مسوولان وايي، له لاسه وتلې سیمې یې بېرته له طالبانو نیولي او د پرمختګ خبر کوي، خو د خلکو استازي بیا په نیوکې سره وايي په روانو عملیاتو کې ولسي‌وګړیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په دې اړه په ولسي‌ جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي زلمي مجددي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې روان عملیات د ولسي وګړیو له مرګ‌ژوبلې پرته بل هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

د بدخشان ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري سلام‌وطندار ته وویل، په جرم ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په روانو چاڼیزو عملیاتو کې د دواړو خواوو ترمنځ په جګړه کې ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي ناجي نظري له پيل شویو عملیاتو په هرکلي وايي، اړتیا ده چې فرغامیرو، یمګان، وردوج او نورې سیمې د طالبانو له موجودیته پاکې شي؛ خو په ټینګار له دواړو خواوو غواړي د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.

خو په بدخشان کې د ملي اردو د دویمې پلي لوا قوماندان محمد نعیم مجیدي د دغې ادعا په ردولو سره وايي، د ګډو امنیتي ځواکونو د روانو عملیاتو په پایله کې په شمال ختیځه حوزه کې د بهرنیو طالبانو پوځي مرستیال ملا مصطفی په ګډون د دې ډلې ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د مجیدي په وینا، په دغو عملیاتو کې کیب، کتیب، ولاریب او د فرغامیر یوشمېر برخې د طالبانو له کنټروله بهر شوي.

هغه وايي، امنیتي ځواکونه د جګړې قوانین په پام کې نیسي او په ټوله معنا هڅه کوي د ولسي مرګ‌ژوبلې مخنیوی وشي.

جرم د بدخشان له ناامنه ولسوالیو ده، چې د سیمه‌ییزو چارواکیو په وینا، شاوخوا ۶۰ سلنه خاوره یې د طالبانو په ولکه کې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام