د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ امنیې قومندان ووژل شو

د فاریاب ولایت سیمه ییز مسولین وايي، چې د غورماچ ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالمجید ګلیم باف د ۱۳ امنیتي سرتېرو سره وژل شوی دی.

د دغه ولایت د سرې میاشتې رییس خال میرزا صبوري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د غورماچ ولسوالۍ جګړې د وژل شویو کسانو د جسدونو د لېږدولو پر مهال یې د دغې ولسوالۍ امنیې قوندان په ګډون ۱۳ نور امنیتي سرتېرو جسدونه هم لیدلي دي.

د فاریاب امنیې قومندانۍ جنايي مدیر سربلند حشام د دغه خبر پخلی کوي او وايي، چې د ګلیم باف جسد یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

له دې مخکې د دغه قومندان د وژل کېدو په اړه ضد او نقیص راپورونه خپاره شوي وو.

د حشام پر خبره، ګلیم باف د تېرې اونۍ په اوږدو کې وژل شوی و.

د غورماچ ولسوالۍ امنیې قومندان له ۳۰ تنو سرتېرو سره دریې ورځې د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې وو.

ویل کیږي، ګلیم باف د کلابندۍ پر مهال څو ځلې له مرکز څخه د هوايي مرستې او تازه دمو ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې وه، خو امنیتي مسولینو یې غوښتنه نه وه ځواب کړې.

عبدالمجید ګلیم باف پخوانۍ جهادي قومندان و، چې د پولیسو په لیکو کې له شاملېدو وروسته د غورماچ ولسوالۍ د امنیې قومندان په توګه وګومارل شو.

په فاریاب ولایت کې د ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوال ویاند محمد رضا رضايي سلام وطندار ته وویل، چې په سیمه کې د ملي اردو په رهبر د "شمشیر۱۵ "  په نوم عملیات پيل شوي دي.

دی وايي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د غورماچ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د کلابندۍ خط مات کړی دی او په دغه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو سره یوځای شوي دي.

رضايي وايي، چې په غورماچ ولسوالۍ کې له ۸۰۰ زیات امنیتي سرتېري د وسله والو طالبانو له لوری کلابند شوي وو.

ویل، چې دغه نوي تازه دمي سرتېري د چهارشنبې، کنجک، دوابي  او اب ګرمک کلیو کې له سختو نښتو وروسته د غورماچ کمي ته ورسېدلي دي.

په فاریاب کې د ملي اردو ویاند وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې ۲۰ طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپيان او ۳ امنیتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

دی وايي، د وسله والو طالبانو له خوا د قیصار او غومارچ تړل شوې لویه لار د امنیتي ځواکونو له خوا پرانیستل شوې ده.

طالب اورپکو تېره اونۍ د یکشبې شپې په نیمايي کې پر غورماچ ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ او ۱۲ ساعته دغه ولسوالي د دوي په لاس کې وه.

د فاریاب ولایتي شورا رییس سید عبدالباقي هاشمي سلام وطندار ته وویل، چې د غورماچ ولسوالۍ پوستې له ۲ ورځو سختو نښتو وروسته د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام