 - Copy 1.jpg)
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکی وايي، چې د قطر هېواد الوتکې په غیرقانوني ډول د دې ولایت په هوايي ډګر کې ناسته کړې او ولسمشر غني قهرولی دی.
د هرات ولایت والي محمد اصف رحیمي وايي، دغې الوتکې څو ورځې مخکې پرته له دې چې د دې ولایت سیمه ییز چارواکو سره همغږي وکړي؛ ناسته کړې. د ده پر وینا، دغې الوتکې ۱۰ عرادې زرې او غیر زرې موټرې او یو اندازه خوراکي توکې هم له ځان سره راوړي دي.
 - Copy 1.jpg)
رحیمي وايي، چې ولسمشر غني د دې الوتکې پر ناڅاپي ناستې غوسه شوی او د هرات ولایت د هوايي ډګر امر او د هېواد د هوايي ډګرونو د کنټرول برخې مسول یې له دندو ګوښه کړي دي.
رحیمي زیاتوي، چې شپږ تنه چې ویل کېږې، د دې کار همغږي کوونکي وو او غوښتل یې له هوايي ډګره وسایل ولېږدوي؛ د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
تر اوسه د الوتکې د ناستې علت معلوم نه دی، خو ډېر ژر به د څو وزراتونو څخه یو ګډ پلاوی وټاکل شي او دغه موضوع به په جدي توګه وپلټي.
په ورته وخت کې داسې انګېرنې هم موجودې دي، چې د عربي هېوادونو څخه ځېنو کسانو پلان لرلو، چې د هېواد لویدیځو ولایتونو ته ښکار پسې راشي. تېر کال هم د برېښنا د پخواني وزیر اسماعیل خان په بلنه یو شمېر عربان راغلي وو، چې د ښکار پر وخت په فراه ولایت کې لیدل شوي وو.





