
د ډیورنډ فرضي کرښي دواړو غاړو قومي مشران، مخور او اوسیدونکي وايي، چې اسلاماباد په قبایلي سیمو کې ترهګر روزي او بیا يې افغانستان او د نړۍ بېلابېل هېوادوتو ته لیږي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په قبایلو ریاست کې نن سه شنبه (می ۹مه) جوړه شوې غونډه کې د اپریدو، مومندو، شینوارو، ماموندو، سالارزو، مشواڼو، خوګیاڼو، وزیرو، مسودو، منګلو او د ځاځيو قومي مشران راټول شوي وو.
په دغه غونډه کې ګډونکوونکو وویل، پاکستاني چارواکي په قبایلي سیمو کې ترهګر روزي، چې د افغانستان په شمول یې د نړۍ ګڼو هېوادونوته لېږي.
د دغو مشرانو له ډلې د کوزې پښتونخوا قبایلي مشر حاجي زرجان شینواری وايي، چې هلته پاکستان غواړي په سرحدي سیمه کې د داعش یو ګارنیزیون جوړ کړي او بیا يې پردوی مسلط کړي.
د هغه پر خبره، تېرا او باجوړ کې د پاکستاني پوځ په مرکزونو کې د ترهګرو مرکزونه دي.
غونډې ته د وزیرستان شورا مشر ډاکتر حیات مسعود وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته پښتانه محکوم پاتې شوي او دوی نور ظلم نه شي زغملی.
مسعود له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې پردوی د پاکستان حکومت د ظلمونو مخه ونیسي.
د دې غونډې بل ګډونکوونکي د خیبرایجنسۍ قومي مشر حاجي حکم خان رسنیو ته وویل، دوی به په دواړو لوریو کې د روان وضعیت او ترهګرۍ ختمولو په موخه دا ډول غونډې بیا هم جوړې کړي.
په ورته وخت کې د ډیورڼد کرښې دې غاړې یوه قومي مشر جهانزیب مومند د پاکستاني پوځيانو توغندویي بریدونه وغندل زیاته یې کړه، د دغو بریدونوموخه له سیمو د ولسي وګړو ایستل دي.
نوموړي وویل:« پاکستان د دې له پاره توغندیز بریدونه کوي، څو سیمه کې مېشت خلک کډوال او دوی ته د افغانستان خاوره کې د پرمختګ زمینه برابره شي.»
د ډیورنډ فرضي کرښې د دواړو لوریو قومونو د غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم خپور کړ، چې په یوه برخه کې یې راغلي قبایل ترهګر نه دي، بلکې د ترهګرۍ قربانیان دي.

په پرېکړه لیک کې له قبایلي سیمو د پاکستانی پوځ ایستلو غوښتنه شوې.
په پرېکړهلیک کې راغلي، چې قبایلي سیمو کې پراته قومونه پر ډیورنډ کرښه د هر ډول تاسیساتو جوړول د منلو نه بولي او وایي ځایي خلک دې د دواړو لوریو ته ازاد او بې ویزې تګ، راتګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران د پوځ یو جنرال د محمد باقري په نوم پاکستان ته ګواښ وکړ، چې که ترهګر په خپل هېواد کې و نه ځپي، نو دوی به يې پر وړاندې اقدام وکړي.
د ایران د پوځ جنرال پر پاکستان تور ولګاوه، چې د جیش العدل په نامه ترهګرې ډلې سره اړیکې لري.
د نوموړي پر خبره، دا ډله وخت نا وخته د پاکستان له لارې ایران ته ور داخلیږي او پر ایراني سرتیرو خونړي بریدونه کوي.
د هغه پر خبره، د جیش العدل د ډلې مرکزونه او پټنځایونه د پاکستان په خاوره کې دي او که يې عمل و نه کړ، نو ایران به يې د پاکستان په خاوره کې لهمنځه یوسي.





