
د هېواد په شمال ختیځو سیمو کې د غیر مسوول وسله وال قوماندان ملاپيرم قل پلویانو د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې پر اعتراض کوونکو راکټي ډزې کړي.
د رستاق ولسوالۍ اوسيدونکو د ملاپيرم قل او د تخار ولایتي شورا پخواني غړي عین الدین رستاقي پلویانو ترمنځ د جګړو زیاتوالي او د رستاقي د قتل دوسيې د څېړلو په هکله د اعتراض په ډول سړکونو ته راوتي و.
داسې ویل کيږي، چې د ملاپیرم قل کسانو د لاریون کوونکو په طرف ۱۶ راکټي ډزې کړي.

د رستاق ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې ۷ تنه د دغو راکټي ډزو له امله ټپيان شوي دي.
د تخار ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکټر حفیظ الله صافي وايي، چې د پېښې له سیمې څخه دوه ټپيان د تالقانو روغتون ته لېږدول شوي دي.
صافي وايي، چې له ټپيانو یو ۱۷ کلن هلک په روغتون کې ساه ورکړې او د یو بل تن وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.
د سلام وطندار سیمه ییز خبریال وايي، چې پر رستاق ولسوالۍ د پيرم قل پورې اړوندو برید کوونکو شمېر له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ تنو پورې رسيږي.
یوې امنیتي سرچينې هم د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د ملاپيرم قل پلویانو برید تاییدوي.
هغه چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته ویلي، چې د دغې ولسوالۍ له ودانۍ پرته نورې ټولې سیمې د پيرم قل د پلویانو په لاس کې دي.
په دې اړه تر اوسه حکومتي مقاماتو څه نه دي ویلي او نه هم د سیمې له اوسيدونکو سره کومه نظامي مرسته شوې.





