د هلمند چاودنې کې ۳ تنه وژل شوي او ۳۰ټپيان دي

 

امنیتي چارواکي وايي چې د هلمند ولایت په برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي‌دي.

نن سهار ۱۰بجې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په کرزي لوبغالي کې داسې مهال چاودنه وشوه چې د هلمند ځایي چاراکیو د دې ولایت د اوسېدونکیو په ګډون د بزګر ورځې په نمانځلو بوخت وو.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي چې لومړني راپورونه ښيي چې په‌دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپيان دي.

ښاغلی رحیمي وايي چې چاودنې د دوو ځای‌پرځای شویو ماینونو له امله رامنځته شوې‌دي.

ده دا هم ویلي چې ټولو د وژل شویو او ټپيانو هویت نه‌دی معلوم؛ خو ځېنې هلمندي چارواکي په‌کې ټپيان شوي‌دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام