د ښار جوړونې وزارت د تورنو کسانو دوسیې په محرمانه ټوګه څېړي

د ښار جوړونې وزارت ۳ جګپوړي چارواکي د بډو اخیستلو پر تور لوی څارنوالۍ ته د ځواب ویلو له پاره وربلل شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني تېره پنجشنبه د (مې ۲۸ مه) لویې څارنوالۍ ته دنده سپارلې وه، چې د ښار جوړونې وزارت ۶ لوړپوړي چارواکي، چې په بډو اخیستلو تورن دي؛ ممنوع الخروج اعلان کړي او دندې یې وځنډه وي.

احمد نواز بختیار د کور جوړونې د تصدۍ رییس، محمد امین قانع د پارتمان جوړونې د انسجام چارو د دفتر مسول، د مرکز ښار جوړونې رییس احمدشاه همت، د اسکانو او املاکو رییس محمد امین امین، انجینیر ګل رحیم زیارمل د پلان او پالیسۍ رییس او محمدامان سادات د ښار جوړونې د انسجام چارو د مالي دفتر مسول ممنوع الخروج اعلان شول.

د دغو تورونو کسانو دوسیې د جمعې په ورځ لویې څارونوالۍ ته لېږل شوي او د لويې څارونوالۍ د عالي شورا د قانون پر بنسټ په دوسیو کار پیل کړی دی.

د لویې څارنوالۍ څو سرچینې د نوم په نه ښودلو سره سلام وطندار ته وویل، د لوی څارونوالۍ عالي شورا د ۶ تورنو په دوسیو کار پیل کړی دی.

څارونوالۍ عالي شورا د ۶ تورنو په دوسیو کار پیل کړی دی.

له بل لوري د لویې څارونوالۍ سرپرست نور حبیب جلال سلام وطندار ته وویل، تر هغې چې د څېړنې بهیر یوې پایلې ته ونه رسیږي؛ تر هغې پورې به محرم وي.

د جلال په وینا، د دغه وزارت ۳ چارواکي د شنبې په ورځ د ځواب ویلو له پاره لوی څارنوالۍ ته حاضر شوي دي او پاتې ۳ نور به هم نن ځواب ویلو ته حاضر شي.

د لویې څارنوالۍ سرپرست وايي، چې مجرمان نه شي کولی، چې له قانون نه تېښته وکړي.

جلال وايي، هغو مجرمانو چې بهر ته تښتېدلي دي؛ د انټرپول پولیسو له خوا به ونیول شي او هېواد ته به راستانه شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړو د یادو تورنو کسانو د دوسیو د کره څېړنو غوښته کوي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح له دولت نه غواړي، چې دیادو تورونو دوسیې دې، جدي وڅېړل شي، چې د کابل بانک تجربه تکرار نه شي.

د ولسي جرګې غړي وايي، چې په هغو ادارو او بنسټونو کې چې مالي سرچینې زیاتې دي؛ په هغو ادارو کې فساد هم ډېر دی.

د کابل بانک قضیي څېړل، د مس عینک د قراردادونو لغوه کول، د ملي دفاع وزارت د سون موادو د پېرېدلو د قرار داد لغوه کول او د پانګونې د ادارې د سرپرست او مرستیالانو د دندو ځنډول له هغو کارونو نه دي، چې د ملي یووالي حکومت له خوا د فساد سره د مبارزې په موخه اوچت شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام