د غزني د « عیارې شوې فاجعې» له‌پاره عدالت‌غوښتنه

 

د غزني ولایت ډېرو اوسېدونکیو نن له غرمې مخکې په‌ کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته د غزني د ناامنه شوي وضعیت په اړه اعتراض وکړ او حکومت یې په «بې‌مسوولیتۍ» تورن کړ.

معترضان وايي، په غزني کې یوه «عیاره شوې فاجعه» جریان لري او حکومت یې نندارې ته ناست دی. د دې معترضانو په خبره، نه یوازې وژنې او وینې‌تویېدنې دوی ګواښي، بلکې په‌دې ورځو کې د خوراکي توکیو کمښت او روغتیايي مرکزونه هم دوی قرباني کوي؛ په‌داسې حال کې چېڅوک یې غږ هم نه اوري.

دوه تنه معترضان عنایت ناصري او سلمان‌علي صادقي وايي، لېرې نه‌ده چې په‌ دا ډول وضعیت سره هېوادوال له حکومته کرکه وکړي؛ ځکه چې تر اوسه ټولو له حکومته تمه لرله چې د هغوی ژوند او امنیت ته احترام وشي؛ خو داسې ونه‌شوه.

د کابل په مختلفو ځایونو کې د سلګونو خېمو درول هغه خبرداری دی چې حکومت به د معترضانو غوښتنو ته متوجې کړي.

د جمعې په شپه د (اسد په ۱۹) طالبانو په غزني ښار باندې له مختلفو خواوو بریدونه پیل کړل او دا نږدې څلورمه ورځ ده چې په‌دې ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام