عبدالله: له دې وروسته به د طالبانو لوړ پوړي مشران په نښه کېږي

اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې له دې وروسته به افغان امنيتي ځواکونه د دولت مخالفو وسله والو د مشرانو په وژلو لاس پورې کوي او د دوی هر رهبر او قومندان به د دغو ځواکونو له خوا په نښه کېږي.

اجرايوي مشر نن چهارشنبه د (۲۰۱۵ د جون ۱۷) په هېواد کې د بهرنیو سرتېرو له عمومي قومندان جنرال جان ایف کمبل سره په لیدنه کې زياته کړه، چې د مخالفینو د رهبرۍ په نښه کول د امنیتي وضعیت له ښه کېدا سره مرسته کوي او له دې وروسته به دا چاره په ټول قوت سره ادامه پیدا کوي.

د هېواد اجرايوي رییس په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې په تېره اوونۍ په پېښور ښار کې د طالبانو له لوري د ننګرهار ولایت له پاره ټاکل شوی والي په مرموز او پټ ډول ووژل شو.

د اجرايوي ریاست له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ليکل شوي، ډاکټر عبدالله له جان ایف کمبل سره په خبرو کې ويلي، چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پروسه هم چټکه شوې او د دغې سلسلې د چکټیا له پاره کارونه په بيړه روان دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو سرتېرو له عمومي قومندان څخه د استخباراتي معلوماتو شریکولو او هوايي ځواکونو د پیاوړتیا له پاره د نورو هڅو غوښتنه کړې او په دې برخه کې يې سمدستي فعالیت اړين ګام بللی دی.

ده زياته کړې، چې د افغان سرتېرو قرباني د ستایلو وړ دي او حکومت به د دوی د قربانيو څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې مننه وکړي.

په دې ليدنه کې په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو عمومي قومندان ويلي، چې دوی له افغان ځواکونو سره په ګډه د مشورې او روزنې پروګرامونه پلي کوي.

نوموړي وویل، بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره کار کوي، چې د یاد پوځ هوايي برخه نوره هم فعاله او پر وسله والو يې د بريد توان زیات شي.

کمبل وویل، چې د افغان هوايي پوځ د پياوړتيا له پاره به پوځي چورلکې اخلي او پر نورو لوژستيکي چورلکو د ترميمولو چارې هم پیل شوي دي.

اخوا بیا د اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري د روژې په باب په خپاره شوې پیغام پاڼه کې د وسله والو څخه غوښتل شوې، چې که د سولې ليواله وي، نو افغان وژنه دې بس او د افغان حکومت سره دې يوځای شي.

له بل لوري د هلمند مدني ټولنې مشر او غړي يې د افغانستان په روانه جګړه کې په ښکېلو خواو غږ کړی، چې د روژې په مبارکه مياشت کې دې له جګړې لاس واخلي، چې خلک ارام ژوند او عبادت وکړي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، دا چې روژه د برکتونو او عبادت مياشت ده او همدارنګه د دې له پاره چې خلک ارام ژوند وکړي او پرته له کومې امنيتي اندېښنې مسجدونو او عبادتځايونو ته ولاړ شي، نو ښکېلې خواوې دې جګړه بنده کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام