د محمداغې ولسوالۍ چارواکي وايي، چې دغه چاودنه د سیمه ییزو پولیسو پر یو موټر شوې ده.
د محمداغې امنیه قومندان سمونیار عبدالوکیل حقیار سلام وطندار ته وویل، چې په چاودنه کې د دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان شاه اغا په ګډون ۳ ساتوونکي یې ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه نن ( مې په ۲۳ مه) ماسپښین د محمد اغې ولسوالۍ په سباقیخیلو سیمه کې شوې.
په ورته وخت کې د شهید شفیق الله لودین د روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې تر دې مهال یې د پېښې له ځای نه ۶ پولیس په ټپي حالت کې راوړل شوي دي.
د یاد روغتون ډاکټر زیاته کړه؛ د سیمه ییزو پولیسو د قومندان شاه اغا او ۲ نورو سیمه ییزو پولیسو روغتیايي حالت د ډاډ وړ نه دي.
سرچینه وايي، چې دغه ټپیان د درملنې له پاره کابل ته وړل شوي دي.
د دغې چاودنې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دي.
د تېر کال د نومبر په ۱۰ نېټه د لوګر امنیه قومندانۍ په قرول کې د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې د لوګر د سیمه ییزو پولیسو قومندان سبزعلي ۷ سیمه ییزو پولیسو په ګډون و وژل شو چې د دغې چاودنې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.





