
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قولاردو د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان ایوب حسینخېل وايي، تېره ورځ یې د ننګرهار په مومندرې ولسوالي کې د یوه کمين پرمهال ۶ قاچاقوړونکي له ۵۱ میله وسلو او تجهیزاتو سره ونیول.
نیول شوي قاچاق وړونکي او وسلې چې تومانچې، کلاشینوکوپونه، بمونه او نور پهکې وې نن سهار سرحدي لوا کې رسنیو ته وښودل شوې.
د حسینخېل په وینا، دغه کسان او وسلې یې د مومندرې ولسوالي په دربند سیمه کې هغه مهال نیولي چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې ننګرهار ته راوړل کېدې.
د نیول شویو کسانو له ډلې ګلاخان چې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالي اوسېدونکی دی وايي، یوه کس ورته یادې وسلې وسپارلې چې د پیسو په بدل کې یې د فرضي کرښې دې غاړې ته راواړوي. نوموړي د یاد کس نوم و نه ښوده.
دا په داسې حال کې ده چې سرحدي پولیسو تر دې وړاندې هم په ختیځ کې یو شمېر قاچاق وړونکي له وسلو او نورو توکیو سره نیولي دي.





