د لوګر استیناف څارنوالۍ رییس له معرفي کېدو ۲ ساعته وروسته ووژل شو

د لوګر ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت د محکمې پر ودانۍ ډله ییز ځان مرګي برید له امله داستیناف څارنوال او  ۴ برید ګر وژل شوي.

یوې امنیتي سرچینې، چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي سلام وطندار ته وویل، چې په برید کې د لوګر د استیناف څارنوال محمد اکرم نجات وژل په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د سرچینې پر وینا بریدګر۴ کسان وو چې ټول یې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي.

تر دې مخکې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته ویلي چې شاوخوا ۱۰ بجې د لوګر مرکز پل علم کې د ملي پولیسو په جامو کې درې ځان مرګه بریدګر د محکمې ودانۍ ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره پر جګړه بوخت دي.

ویل شوي، د برید ځای ته نږدې د ولایت مقام کې د شاوخوا ۳۰۰ قومي مشرانو په ګډون غونډه هم جوړه شوې.

د برید په ځای کې د دوو چاودنو غږونه اوریدل شوي او په ښار کې د ډزو او امبولانسونو غږونه هم اوریدل کیږي.

محمد اکرم نجات د لوګر د استیناف څارنوال په توګه نن سهار اته بجې دنده پیل کړه خو شاوخوا ۱۰ بجې و وژل شو.

یاده دې وی، چې وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام