
دايکندي کې يوه امنيتي سرچينه وايي، ۱۸ مياشتې کېږي چې په دې ولايت کې پاتو ولسوالۍ جوړه شوې؛ خو په دومره موده کې يې ۱۴ ځلې امنيې قومندان بدل شوی دی.
ياده سرچينې چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وويل، پاتو له غزني او روزګان ناامنو ولسواليو سره ګډه پوله لري او سره له دې چې امنيتي وضعيت هم د اندېښنې وړ دی؛ خو د ادلون بدلون مسلې په دې ولسوالۍ کې امنيت لا خراب کړی دی.
د سرچينې په وينا، سیدحبیب، عزیزالله محمدي، جمعهدار، ایوب، مجاهدزاده، محبي، ظاهر، عبدالحسین، نسیم، احساني، عبدالرحیم رنجبر او امانالله مهدوي هغه کسان دي چې په ياده ولسوالۍ کې په تېرو ۱۸ مياشتو کې د کورنيو چارو وزارت له لوري د امنيې قومندانانو په توګه ټاکل شوي دي.
له دې ډلې سیدحبیب او عزیزالله محمدي هغه کسان دي چې دوه ځلې د پاتو ولسوالۍ د امنيې قومندانانو په توګه ګمارل شوي دي.
ياده سرچينه ادعا کوي چې دا قومندانان د يوه ځايي زورواکي « ګل احمد» قرباني شوي دي چې طالبانو ته وفادار دی؛ خو دولتي امکانات او تجهيزات کاروي او د دايکندي د سيمهييزې ادارې د چارواکيو ملاتړ لري.
د دايکندي يو شمېر مدني فعالان هم د يادې موضوع په تاييد سره وايي، دا يوازې پاتو ولسوالۍ نه ده چې ۱۸ مياشتو کې يې ۱۴ ځلې امنيې قومندانان بدل شوي، بلکې د اشترلي ولسوالۍ امنيې قومندان هم په تېر يوه کال کې ۷ ځلې بدل شوی دی.
د دوی په وينا، دا ادلون بدلون لامل شوی چې ناامنۍ زياتې شي، طالبان او نامسووله وسلهوال په کې ځواکمن شي.
د دايکندي مدني فعال محمدانور شهاب وايي، په دې تبديليو کې سياسي حزبونه او د ولسي جرګه کې د ياد ولايت د خلکو استازي رول لري.
يو شمېر امنيتي او نظامي کارپوهان هم داسې ادلون بدلون د معمول پر خلاف، سليقهيي او له قانون سره په ټکر کې ګڼي.
خو د دايکندي امنيې قومندان غلامسخي غفوري د ۱۴ قومندانانو بدلول ردوي او وايي، د ياد شمېر کسانو د پاتو ولسوالۍ د امنيې قومندان په توګه د ټاکل کېدو مکتوبونه يې نه دي لاسليک کړي.
د پاتو ولسوالۍ له جوړېدو ۱۸ مياشتې کېږي خو د دايکندي تر ټولو ناامنه ولسوالۍ شمېرل کېږي او طالبان په کې تل د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي.
د دايکندي اشترلي ولسوالۍ د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش د زېږېدو ځای دی او همداراز د نامسووله وسلهوالو ډګر چې ډېر کله هم د دې ولسوالۍ د اوسېدونکيو ژوند تريخوي.





