
د ۲۱۵ ميوند قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د هلمند په کجکي کې د ملي اردو يوه هليکوپټرې ويشتل شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې څلور د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي او زياته کړې يې ده چې يادې هليکوپټره کې د هلمند کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېره ته تجهيزات لېږدول کېدل.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي چې د ملي اردو يادې هليکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې ده.





