نظامي څا رنوالۍ: په تېر کال کې د مجرمو پولیسو نژدې ۶۵۰ دوسیې ثبت شوي دي

د کورنیو چارو وزارت نظامي څارنوالي وایې، چې ۱۳۹۳ لمریز کال کې د دغه وزارت قرارګاه ورته د ۶۵۰ مجرم پولیسو دوسیې ورسپارلي، چې په دې برخه کې نږدې ټولې یې څيړل شوي هم دي.

د دغه څارونوالۍ رییس څارنپال ډګر جنرال سید فضل الکریم سادات سلام وطندار ته وویل، چې له دندې د پولیسو تېښته، د وسلو ورکېدل، غېرحاضري او ناقانونه د عاموخلکو وهل ټکول هغه جرمونه دي، چې په دغو دوسیو کې پولیس پرې ګرم ګڼل شوي دي.

سادات زیاته کړه، چې دوی د پولیسو عمومي ریاستونه، ځانګړې قطعې او سرحدي پولیسو قطعو کې د پولیسو جرمونه په نښه او څيړي.

دی وايي، چې یوازې د پولیسو د جرمونو اړوند ۶۵۰ دوسيو څخه شاوخوا ۵۰۰ دوسيې محکمې څېړلي او ۱۵۰ نور يې تر څېړنو لاندې دي.

جنرال سادات وایې، چې د کورنیو چارو وزارت  له سربازه تر ډګرواله پورې مجرم کسانو دوسیې د دغه وزارت نظامي څارنوالۍ څيړي.

خو نوموړي زياته کړه، د مجرم جنرالانو دوسیې بیا د څيړنو ریاست له خوا څیړل کېږي، چې همدا اوس هم د یو شمېر جنرالانو دوسيې هلته تر څېړنو لاندې دي.

اخوا یو شمېرعام وګړي بیا د ځينو پولیسو له ناسمو کړنو شکایت کوي او وایې، چې په ډیرو برخو کې د پولیسو له خوا ځورول، وهل او ټکول کيږي.

په دې اړه د احمد الله په نوم د کابل ښار يو تن اوسېدونکی وايي، چې که دوی د حوزو پولیسو ته پېسې ور نه کړي، نو د دوی له لوري سخت ځورول کيږي.

اخوا بيا د امرالدين په نوم بل اوسېدونکي سلام وطندار ته وویل، چې پولیس په غېر قانوني توګه خلک نه شي ځورولی، ځکه دده په وينا که چېرې دی څوک وځوروي، نو د پوليسو ۱۱۹ شمېرې ته شکایت کوي.

د کورنیو چارو وزارت د نظامي څارنوالۍ رييس جنرال فضل الکریم سادات د تنخواو کموالی د دوی له پاره امن چاپېریال نه شتون، د  دوسیو څيړنو له پاره کم پرسونل د دغې څارنوالۍ بنسټیزې ستونزې وبللې.

نوموړی ټينګارکوي، چې سږني کال کې به د پولیسو په اصلاحاتو او ظرفیت لوړونې کې حکومت ډیر پرمختګونه وکړي.

جنرال فضل الکريم وايي، پخوا ۲۷۰۰ کسانو د ۳۰ زره پولیسو له پاره کار کوه، خو اوس بیا د همدغو پولیسو لپاره ۲۷۰ کسان پر دندو بوخت دي.

د نوموړي په وينا همدا لامل دی، چې دوسيې هم ژر نه څېړل کيږي.

ده د خپلو کارکوونکو له پاره د وظيفوي مصوونيت نه شتون یو له جدي ستونزو په ګوته کړ.

په ټوله کې پولیس تل د خلکو سره په زیاتو مواردو کې مرستې کړي، خو چارواکي وایې چې د پولیسو په لیکوکې نا لوستي او کمزوری اقتصاد د خلکو د ځورونې سبب ګرځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام