
د تاوتریخوالي کمولو یا اور کم لومړۍ ورځ له تاوتریخوالي سره مل وه. د بلخ، روزګان او پکتیا ولایتونو چارواکي وايي طالبانو په دغو ولایتونو کې بریدونه کړي او په ځینو بریدونو کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
په قطر کې د طالب او امریکايي استازيو ترمنځ له لسو دورو خبرو وروسته، په پای کې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دوی مرکچي پلاوی په کابل کې د ملي یووالي حکومت په مشوره له طالبانو سره د اور کم په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.
خو د خلکو د تمې پر خلاف، طالبانو د تاوتریخوالي کمولو په لومړۍ ورځ په ځینو ولایتونو کې پر دولتي ځواکونو بریدونه وکړل.
لومړی برید د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې شوی. د دې ولایت یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وايي چې په دغه برید کې ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
دغه راز طالبانو په پکتیا کې هم د اورکم له پیل وروسته خوځښتونه لرل. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، طالبانو د شپې په ۲ بجو د دولتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی.
نوموړی زیاتوي چې دغه برید یو نیم ساعت اوږد شوی خو دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی؛ خو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پکتیا ترڅنګ، طالبانو په روزګان ولایت کې هم بریدونه کړي او ساعتونه له دولتي ځواکونو سره ښکېل شوي دي. د دې ولایت یوه سرچینه سلام وطندار ته وايي چې طالبانو تېره شپه د چارچینو ولسوالۍ پر امنیتي کمربند برید کړی چې په پایله کې یې ۲پولیس سرتېري وژل شوي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې خو کره معلومات یې نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې طالب وسلهوالو د خپلو مشرانو له غوښتنې پيروي کړې او په هېڅ ډول تاوتریخوالي یې لاس نه دی پورې کړی.
کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، بامیان، سمنګان، سرپل او جوزجان هغه ولایتونه دي چې د اور کم له پیل راهیسې په کې هېڅ ډول بریدونه نه دي شوي.
د جوزجان امنيې قوماندان عبدالواحد وجدان سلام وطندار ته وايي چې تر اوسه د هوکړه لیک د سرغړونې په تړاو هېڅ ډول راپور نه لري.
د دغو ولایتونو ترڅنګ، پکتیکا، هرات، بادغیس، فراه او بغلان د هغو ولایتونو له ډلې دي چې د څو ساعتونو په فاصله د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په کې نښتې شوي؛ خو د نورو ورځو پر خلاف، دغو ولایتونو کې هم نسبي ارامي خپره وه.
د هرات، بادغیس، غور او میدان وردکو ولایتونو سيمهييزو چارواکيو هم ویلي چې په دغو ولایتونو کې د تاوتریخوالي کمېدو له اعلان راهیسې مخابراتي شبکو ته اجازه ورکړل شوې چې له څو میاشتو محدودیت وروسته ۲۴ ساعته فعالیت ولري.

همدارنګه د کندوز، بدخشان، غزني، میدان وردک، لوګر، کندهار، هلمند، خوست او غور ولایتونو هم د تاوتریخوالي کمولو له پیل راهیسې د تېر په پرتله ارام امنیتي وضعیت درلود.
د محمود په نوم د غور یو مدني فعال وايي، خلک له داسې اورکمه هرکلی کوي چې د تلپاتې سولې لامل شي.
له بلې خوا، د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د اور کم له اعلان راهیسې له څو محدودو ځایونو پرته په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی او طالبانو تحرکات نه لرل.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پانه لیکلي چې د سولې تړون لاسلیکېدو لپاره د مناسبې فضا په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیو قواوو مرکزونه شامل دي او له دې پرته د دوی د کسانو هر ډز او برید باید تخطي ونه بلل شي.
د اورکم موده د تېرې شپې له ۱۲ بجو پيل شوه. طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو ته دې نه ځي او په دفاعي حالت کې دي چمتو واوسي.
دغه راز افغان ولسمشر هم تېر ماښام د یوې وینا په ترڅ کې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې پر طالبانو به برید نه کوي او دفاعي حالت کې به وي، خو له طالبانو پرته به د نورو ټولو ترهګرو ډلو ځپلو ته دوام ورکوي.
ملګرو ملتونو، پاکستان او یو شمېر افغان سیاستوالو او ګوندونو د اورکم له اعلان هرکلی کړی او ویلي يې دي چې د اورکم موده کولای شي دایمي سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.
په دې تړاو:





