د کندوز سیمه ییزچارواکي: د دشت ارچي زیاته برخه د طالبانو په واک کې ده

د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ له نیمايي زیاته برخه د طالبانو په واک کې ده او یوازې د ولسوالۍ مرکز له امنیتي ځواکونو سره دی.

د دشت ارچي ولسوال نصیرالدین سعدي سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو له پرون ماښام راهیسې په دې ولسوالۍ درې ځلې تعرض کړی دی او د امنیتي ځواکونو له خوا په شا شوي دي.

د سعدي په خبره، په دې بریدونو کې ۳۵ طالبان وژل شوي او ۳۰ تنه یې ټپیان شوي دي.

د دشت ارچي ولسوال وايي، ځانګړي ځواکونه ولسوالۍ ته راغلي دي او پلان لري، چې نن شپه د طالبانو له خوا نیول شوې سیمې بېرته د حکومت په کنټرول کې کړي.

له بل لوري راپورونه وايي، چې د کندوز په کلای زال ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته روانه ده.

د کلای زال ولسوال محبوب الله سعیدي وايي، چې تراوسه مرکزي بازار او د ولسوالۍ ځینې برخې د طالبانو په لاس کې دي.

ولسوال زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه د طالبانو ځواب له پاره پوره تابیا لري او ډېر ژر به په دې سیمه کې د طالبانو له خوا د نیول شویو سیمو د بیا واک له پاره عملیات وشي.

د کندوز امنیتي مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د یوې اونۍ په اوږدو کې ۷۵ طالبان وژل شوي او ۳۲ ټپیان شوي دي.

له بل لوري طالبان هم ادعا کوي، چې د کلای زال په نښته کې یې حکومت ته تلفات اړولي دي، خو حکومت یې ادعا ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام