جنرال کمپبل: د جګړې فصل ته تیار اوسئ

په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل د امنیه قومندانانو له پاره د درې ورځني سیمینار په پېل کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه باید د جګړې راتلونکي فصل ته تیار اوسي.

کمپبل زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه باید د ولایتونو په تېره بیا د هلمند له اوسنیو عملیاتو نه ګټه واخلي.

جنرال کمپبل له افغان ځواکونو د ناټو د ملاتړ او حمایت په اړه زياته کړه چې دوی په خپل قاطع ماموریت کې له افغانانو سره دي او کله به يې هم یواځې پرې نه ږدي.

دغه سیمینار چې د جان کمپبل په ګډون په کې د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل، د دفاع وزارت سرپرست عنایت الله نظري او د ولایتونو امنیه قومندانانو هم موجود و، د پولیسو د روحیې د لوړولو او د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږي په پیاوړتیا کې اغېزمن بلل کېږي.

اجرايو رییس عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل چې له ځکمنۍ بشپړتیا د ملي اردو دفاع د خلکو د ارامي سبب کېږي او په خبره يې دی هیله من دی چې دغه سیمینار به د ملي اردو، پولیو او ملي امنیت ترمنځ د همغږي کولو سبب شي.

د کورنیو چارو وزارت نورالحق علومي په خپلو خبرو کې وویل چې په بې پرې ډول د قانون تطبیقول، په امینتي ځواکونو  کې د مېرمنو ډېرښت، د پولیسو د ظرفیت لوړول، د سرحدي کرښو ساتنه، د مجازات او مکافات د اصل رعایت د نوموړي په کاري لومړیتوبونو کې ګڼل کېږي.

علومي وویل چې په هېواد کې د وسله والو مخالفینو  او ورسره په څنګ کې د داعش د فعالیت پر وړاندې به دوی مقابله کوي او په خبره يې دی هیله من دی چې دغه سیمینار به د امنیتي ځواکونو د روحيې په لوړولو کې ښه اغېز ولري.

په دې مراسمو کې د دفاع وزارت سرپرست عنایت الله نظري او د کورنیو چارو وزارت مرستیال بصیر سالنګي هم خبرې وکړي.

بصیر سالنګي وویل چې امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د هر ګواښ پر وړاندې وجنګېږي، ورسره جوخت د دفاع وزارت سرپرست نظري د ناټو له همکاري او ملاتړه مننه وکړه او ويې ویل چې دوی لا د ډېرو همکاریو غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د داعش نوي څرکونه ترسترګو شوي او دغو څرکونو ډیری خلک اندېښمن کړي هم دي.

یاده دې وي، څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت مسولینو اعلام وکړ چې د داعش ډلې اړوند خبرونو کې رسنۍ باید احتیاط وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام