د غور پر پسابند د طالبانو اقتصادي تحریمونه

د غور د پسابند ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو د اقتصادي تحریمونو دوام د دې لامل شوی چې د دې ولسوالۍ بازار کې د لومړنیو توکیو بیه دوه برابره لوړه شي.

دوی ادعا کوي چې طالبانو تازه‌ خبرداری ورکړی، که ژر تر ژره خپلو سیمو نه کډه ونه‌کړي؛ له لوږې به مړه شي.

د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي، طالبان د خوراکي توکیو پر قطع کولو سربېره، د شپې له‌خوا د خلکو کورونو ته ورځي، هغوی ځوروي او خلک برمته کوي.

د دوی په وینا، طالبانو تېرې یوې اوونۍ کې ۳ کسان له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي له محلي او مرکزي چارواکیو غواړي چې دې ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو له‌پاره ژر تر ژره عملیات پیل کړي.

د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان هم د پسابند ولسوالۍ د اوسېدونکیو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، که‌چېرې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکیو وضعیت ته پام ونخ‌شي؛ انساني ناورین به رامنځته شي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د پسابند ولسوالۍ د اوسېودنکیو ستونزو په منلو سره وايي، حکومت لا هم د طالبانو پر وړاندې له سوله‌ییز سیاسته کار اخلي.

د هغه په وینا، که طالبان د خلکو له ځورولو لاس وانه‌خلي؛ امنیتي ځواکونه به د دې ډلې د ځپلو له‌پاره عملیات پيل کړي.

د غور پسابند ولسوالۍ د ۱۵۰ زره نفوس په لرلو سره د دې ولایت له مرکزه ۱۷۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري او نږدې یو کال کېږي چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له اقتصادي تحریم سره مخ ده.

ورته مطالب:

طالبان غور کې له مدرسو جنګیالي جذبوي

غور؛ طالبانو خلکو ته ضرب‌الاجل ټاکلی چې له دولته لېرې‌والی غوره کړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام