د بشیر قانت بړیڅي جومات کلابندوي او جومات ته ننوزي. خلک د امام پر شاوخوا راټولېږي او د بریدګرو مخه نیسي. ډزې پیلېږي، ۳ ملکيان ژوند بایلي او ۲۹ نور ټپیانېږي.
د تخار استېناف څارنوالۍ تر اوسه څلور ځله په چاهاب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي پخواني محلي قوماندان بشیر قانت د نیولو حکم صادر کړیدی.
د دې څارنوالۍ «د عمومي جرمونو تحقیق» څانګې په (۱۰۰۸/۱۳۶۱) شمېرې مکتوب کې چې په ۸/۸ /۱۳۹۶ نېټې د دوشنبې په ورځ د تخار امنیه قوماندانۍ ته لېږل شوی راغلي: «د چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکي د دې ولسوالۍ یو له جهادي قوماندانانو اسامي بشیر قانت، ډلمشر غلام حسین د شېرعلي زوی، ملا د شیخالاسلام زوی او هغه کسان چې د وژنې، ټپي کولو، سپېڅلو ځایونو ته سپکاوي او د عامه خدمتونو پر کارکوونکیو تېريو کې ښکېل و، له ځنډ پرته کشف، په نښه، ټینګ او تحتالحفظ دې ادارې ته ور وپېژنئ او ویې لېږﺉ.»
د استېناف څارنوالۍ د تحقیق عمومي امریت په (۱۰۶۴/۱۰۹۳) ګڼه مکتوب کې ـ چې پر۱۵/ ۸/ ۱۳۹۷ نېټه د تخار امنیه قوماندانۍ ته لېږل شوی ـ راغلي چې «اسامي غلامحسن، ظاهر، خیرالدین، محمد لطیف، حاجی غلام حیدر او بشیر قانت» د «محبوبالله، تاجمحمد او فضلالدین» د وژنې په تور باید ټینګ او دې ادارې ته ور وپېژندل شي.»
.jpg)
ترخه خاطره
د بشیر قانت او د هغه د بړیڅو نیونې په حکم کې چې د تخار ولایت د استېناف څارنوالۍ د «د جرمونو تحقیق عمومي امریت» څانګې صادر کړی، راغلي چې شمسالدین د محبوبالله ورور د لویې څارنوالۍ عالي مقام ته عریضه کې لیکلي: «په ۱/ ۴/ ۱۳۹۶ نېټه له خپل ورور محبوبالله، کاکا تاجمحمد او د کاکا زوی فضلالدین سره د چاهاب ولسوالۍ دشتشور کلي ته د غلو راټولولو په موخه تللو چې د لارې په اوږدو کې له کوم قانوني او شرعي دلیل پرته د امر بشیر قانت په نوم کس او یو شمېر نورو وسلهوالو موږ ته لاره نیولې او د هغوی په برید کې، هر یو محبوبالله، تاج محمد او فضلالدین شهیدان شول او خپله ژوندی ووتلم.» شمسالدین وایي، لا هم د هغې ورځې وژنې یې له یاده نهدي وتلي او ترڅو چې حق خپل خاوند ته ونه رسېږي؛ دغه خونړی ظلم نهشي هېرولی.
د تخار ولایت د استېناف څارنوالۍ مکتوب په یوه برخه کې راغلي: «دا دی د جلبونو لړۍ په دوام د ۱۳/۶/ ۱۳۹۷ نېټې (۱۶۷) ګڼې او ۱/۸/ ۱۳۹۶ نېټې (۹۰۹) ګڼې او ۲۱/۸/۱۳۹۶نېټې (۱۰۶۵/ ۱۴۳۳) ګڼې لهمخې دغه ریاست د یادو مظنونینو نیونې قرار صادر کړی او د تخار امنیه قوماندانۍ پولیسو ته لارښوونه کېږي چې یاد کسان ونیسي او عدلي تعقیب په موخه یې دې څارنوالۍ ته ورو پېژني.»

سلام وطندار له ځېنو هغو کسانو سره مرکې کړي چې دعوه کوي؛ خپلوان یې بشیر قانت او بړیڅو یې وژلي دي.
د قربانیانو کورنۍ وایي چې د تخار حکومتي چارواکي دا دوسیه نه څېړي.
ډېرې دا کورنۍ نه پوهېږي چې دولت د بېګناه انسانانو د وینې تویولو مخه نیسي او کهنه؟
هغه قتلونه او جسدونه چې نه دي دفن شوي
د چاهاب ولسوالۍ د نورابه کلي اوسېدونکی عبدالغني وايي، ورور او د عمه زوی یې له قوماندان ویس الدین سره د بشیر قانت کسانو وژلي دي. هغه زیاتوي چې ټول شته یې بشیر قانت او د هغه بړیڅو لوټ کړل او هغو ته يي آن د خپلو قربانیانو د خښولو اجازه هم ور نهکړه.
هغه ډاکټر چې په لاره کې ووژل شو
د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکی مصدقالله وايي، پلار یې ډاکټر و او کله چې د خپلې دندې پر لور روان و؛ بشیر قانت ووژلو. مصدقالله ادعا کوي چې د قضایي بنسټونو چارواکي یې د پلار دوسیه نه څېړي او بشیر قانت سرې سترګې ګرځي.
ورور مې دې ووژلو
د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ د مرکز یو بل اوسېدونکی پالوان محمد وايي، چې ورور یې مولوي نذیر الله، د ماسخوتن د لمانځه تر اداینې وروسته د لارې په اوږدو کې د بشیر قانت یړیڅو ووژلو. د پالوان محمد له وروره ۶ یتیمان پاتې دي. دی زیاتوي:« موږ و نه توانېدو د خپل ورور وینه و ګټو. موږ هوډمن یو چې د خپل مولوي ورور غچ واخلو. موږ له بشیر قانت سره هېڅ ستونزه نهلرله؛ زه ایران کې وم. په ایران کې یې فېسبوک له لارې راته وویل، ما دې ورور ووژلو. موږ دې ولسوالۍ کې کډوال یو خو اوس د دې ولسوالۍ اوسېدونکي تیار دي چې زما د ورور د وینې غچ واخلي.»
د تخار ولایت امنیه قوماندان رشید بشیر سلام وطندار ته وویل، دا ځواکمن محلي قوماندان په مرکز کې اوسي او تر اوسه استېناف څارنوالۍ د امر قانت تر امر لاندې کسانو د نیولو حکم یادې قوماندانۍ ته نهدی استولی.
د رشید بشیر په خبره، د یوې لانجې له را منځته کېدو ووسته د ولسمشري مقام یو پلاوی تخار ته راغی او بشیر قانت او د هغه څو کسان یې کابل ته ولېږدول.
خو بشیر قانت د پوښتنو او تورونو په ځواب کې وویل چې د جلب هېڅ حکم یې نهدی تر لاسه کړی او دا موضوع په سلام وطندار پورې هېڅ اړه نهلري.
همدارنګه د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، تر اوسه د تخار د استېناف څارنوالۍ چارواکي د هغو ادعاوو او تورونو څېړنه کوي چې پر بشیر قانت لګېدلي دي چې له بشپړېدلو وروسته به له رسنیو سره شریکې شي.
بشیر قانت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پخوانی قوماندان دی. هغه د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د سرپل والي و. د ولسي جرګې ټاکنو ته یې ځان نوماند کړ؛ خو د تخار اوسېدونکیو د بېشمېره شکایتونو، د خپلسرو وسلهوالو لرلو او د بېګناه کسانو وژنو د تورونو له امله یې نوم د ټاکنو شکایتونو کمېسیون د نوماندانو له نوملړه واېست.





