طالبانو د واده په مراسمو کې زوم او ورسره درې تنه یې وژلي

د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه (پنج شنبه) د دې ولایت د سروضې ولسوالۍ په سروضې کلي کې د واده په مراسمو برید کړی.

د دې ولایت امنیه قوماندان خلیل الله ضیايي وايي، چې طالبانو په دې برید کې د زوم په ګډون څلور تنه وژلي او یو کس یې ټپي کړی دی.

ضیايي وايي، وژل شوي کسان ټول ولسي خلک دي، چې واده ته راغلي وو او له دولت سره هېڅ اړیکه نه لري.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې دغو کسانو له دولت سره همکاري کوله ځکه یې وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام