اکبرزاده : د طالبانو له پسرلني بريدونو مو مخنيوی کړی

د غزني ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د نظامي عملياتو په ترسره کولو سره د طالبانو له پسرلني بريدونو څخه مخنيوی کړی.

د غزني ولايت سرپرست والي موسی خان اکبر زاده د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د نوي ۱۳۹۴ م لمریز کال پېل سره سم د دولت ضد وسله وال پلان درلود، چې د دغه ولايت پر ځينو ولسواليو ډله ییز لوی بریدونه وکړي.

د سرپرست والي په وينا، څه موده مخکې د غزني ولايت په بېلابېلو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د نصرت په نوم پوځي عمليات وشول، چې په پاېله کې ۴۱ طالب وسله وال ووژل شول او ۳۳ نور ټپيان شول.

د نوموړي په وينا په دغه ولایت کې د پوځي عملياتو ترسره کول د اړينو ضرورياتو څخه بلل کېده، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملي شو او ښې پاېلې يې هم درلودې.

همدارنګه اکبرزاده زياته کړه، د نصرت په عملياتو کې ملکي تلفات له دې امله کم وو، چې دوی توپچي او نورو ځواکونو ته توصيه کړې وه، څو ملکي خلکو ته زيان ونه رسوي.

اخوا په غزني ولايت کې د درېيم لوا قومندان غلام حېدر نيک پی سلام وطندار ته وویل، چې په ترسره شوي پوځي عملياتو کې ملکي تلفات کم وو او دوی به د دغو عملياتو د ترسره کولو په باب افغان حکومت ته ځواب ووايي.

د غزني ولايت پوځي قومندان وايي، په دغو عملياتو کې ۲۰۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شوي دي او ۱۸ عرادې موتر سایکلونه هم د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو د جګړې له امله له منځه تللي دي.

نيکپا وویل، چې د عملياتو پر مهال يې د مخالفو وسله والو څخه په لسګونه عرادې د ملکي کسانو موټرې يې هم بېرته نيولي دي.

په دې اړه طالبان تر اوسه څه نه دي ويلي.

غزني د افغانستان یو له ناامنه ولسواليو ګڼل کيږي، چې زیات شمېر د دولت ضد وسله والو ډلو په همدغه ولایت کې د خپلو فعاليتونو لپاره مرکزونه جوړ کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام